د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن زلینسکي ته: په اوکراین د روسیې تیري ته به قاطع ځواب وایو


جمهور رئیس جو بایډڼ د اوکراین د جمهور رئیس سره په ټیلیفون کې د متحده ایالاتو د ژمنتیا ډاډ ورکړی.
جمهور رئیس جو بایډڼ د اوکراین د جمهور رئیس سره په ټیلیفون کې د متحده ایالاتو د ژمنتیا ډاډ ورکړی.

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د اوکراین د جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي سره په ټیلیفون کې خبرې کړي او د متحده ایالاتو د ملاتړ ډاډ یې ورکړی.

سپینې ماڼۍ یکشنبه فبروري ۱۳ (سلواغې۲۴) په یوې اعلامیې کې د ښاغلي بایډن د قوله لیکلي چې د اوکراین جمهور رئیس ته دا خبره واضح شوه چې "د اوکراین پر ضد د روسیې د هر ډول تیري په مقابل کې به متحده ایالات د خپلو متحدینو او شریکانو سره قاطع او چټک ځواب ووایي".

جمهور رئیس بایډن د اوکراین د ملي حاکمیت او خودمختارۍ لپاره د متحده ایالاتو د ژمنتیا دا ډاد پداسې حال کې ورکوي چې د لویدیځ چارواکي ویره لري د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین ښایي په همدې روانې اوونۍ او ممکن د چارشنبې په ورځ پخپل ګاونډي هیواد یرغل وکړي.

د امریکا جمهور رئیس د روسانو سره د جګړې لپاره امریکایي سرتیري نه لیږي چې د اوکراین د سرتیرو ملاتړ وکړي خو متحده ایالاتو د روسیې د دې اقدام په ځواب کې د "جدي او چټکو" اقتصادي بندیزونو خبرداري ورکړیدي.

په همدې حال کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان د سي ان ان تلویزوني شبکې سره په مرکې کې ویلي چې متحده ایالات دا وړاند وینه نشي کولی چې آیا روسیه به په اوکراین په همدې روانې اوونۍ یرغل وکړي او یا په چین کې د ژمنیو المپیک سیالیو تر پایه به صبر وکړي.

خو ښاغلي سلیوان وویل ، "ښکاره امکان شته چې یو ستر نظامي اقدام به وشي".

د امریکا دې جګپوړي چارواکي همدرانګه وویل چې مسکو پدې تیرو څو ورځو کې د اوکراین سره په ګډې پولې کې خپل نظامي حضور لا ډیر او چټک کړی.

د اوکراین د جمهور رئیس سره د خبرو نه یوه ورځ وړاندې د جو بایډن د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره هم په ټیلیفون کې خبرې کړې وې او خبرداری یې ورکړی و چې په اوکراین یرغل کول به د "پراخې انساني فاجعې" سبب شي.

ښاغلي بایډن همدرانګه پوتین ته ویلي چې متحده ایالات او متحدین یې د کړکیچ د پای ته رسولو لپاره دپلوماسۍ ته ژمن دي خو تر څنګ یې دا هم ویلي و چې د نورو سناریوګانو لپاره هم په برابره توګه چمتو دي.

روسیې خپل څه دپاسه ۱۰۰زره سرتیري د اوکراین سره د پولې په اوږدو کې ځای پر ځای کړي دي او لویدیځ ګمان کوي د اوکراین پر ضد د روسیې د پوځي اقدام د طرحې یوه برخه ده.

خو روسیه وایي پر اوکراین د برید طرحه نلري او له ناټو یې غوښتي چې دغه هیواد د ناټو په تړون کې د غړي په توګه ونه مني او امریکا ته یې وړاندیز کړی چې باید د پخواني شوروي اتحاد په هیوادونو کې پوځي اډې جوړې نه کړي. امریکا او ناټو په رسمي توګه دغه وړاندیزونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG