د لاس رسي وړ اتصالات

د بایډن د کابینې نوي وزیران څوک دي؟ 


پیت بوتیجیج او جنیفر ګرنهوم

د امریکا د متحده ایالاتو منتخب جمهور رئیس جو بایډن خپل پخوانی سیال پیت بوتیجیج، د ترانسپورت د وزیر او د مشیګن ایالت پخوانۍ والۍ جنیفر ګرنهوم د انرژۍ د وزیرې په توګه معرفي کړي دي.

ښاغلی بایډن همداشان په پام کې لري چې د امریکا د متحده ایالاتو د چاپیریال ساتنې د ادارې رئیسه جینا مک‌کارتي، د اقلیم د ادارې د نوې رئیسې په توګه وګماري.

دغه درې واړه پوستونه د ښاغلي بایډن لپاره چې په کلکه د اقلیم د بدلون په وړاندې د مبارزې غوښتونکی دی خاص اهمیت لري چې د لیږد رالیږد د سیستم د بیارغاونې او په هوا کې د مضرره ګازونو د راکمولو لپاره د هغه طرحې تطبیق کړي.

۳۸ کلن بوتیجیج چې هم‌جنسباز دی د جو بایدن په کابینه کې یو بله تنوع رامنځ ته کوي.

جو بایډن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې بوتیجیج "یو هیوادپال او د ستونزو حل کوونکی دی چې د یو ملت په توګه زمونږ د لوړو ګټو لپاره ګړیږي.

میرمن ګرنهوم چې د ۱۹۹۹ نه تر ۲۰۰۳ پورې د څارنوالې او د ۲۰۰۳ نه تر ۲۰۱۰ پورې د میشیګن د والي په توګه یې کار کړی د ښاغلي بایدن یوه ملاتړې او د دونالد ټرمپ سرسخته مخالفه ده.

ښاغلي بایدن له دې دمخه د باراک اوباما د حکومت پر وخت د متحده ایالاتو د حکومت سلاکار توني بلنکن، د بهرنیو چارو د وزیر، متقاعد جنرال لوید آستین، د دفاع وزیر او جنت یلین، د مالیې د وزیرې په توګه معرفي کړي دي.

همداشان د امریکا د کرنې پخوانی وزیر تام ویلسک، د کرنې د وزیر او د اوهایو استازې مارسیا فوج، د کور جوړولو د وزیرې په توګه معرفي شوي دي.

پیت بوتیجیج چې د دموکرات ګوند له خوا جمهوري ریاست ته د نوماندانو په ډله کې و د دموکرات ګوند دننه د نوماندانو ترمنځ د سیالیو پر وخت د یوې پرمختللې سیاسي څیرې په توګه راڅرګند شو.

خو دغه ځوان سیاستوال ژر له سیالیو ووت او د جو بایډن نه یې ملاتړ اعلان کړ. د بایډن نه د بوتیجیج ملاتړ د جمهوري ریاست د د وروستي نوماند په ټاکلو کې عمده رول ولوباوه.

د همجنسبازانو د حقونو مدافع ډلو د ښاغلي بوتیجیج د نومولو هرکلی کړی او یوې ډلې دغه اقدام د امریکا په حکومت کې د دوی د استازیتوب لپاره د دغه ډول یو شخص انتخابیدل "د څو لسیزو هڅو د عطف نقطه" ګڼلې ده.

XS
SM
MD
LG