د لاس رسي وړ اتصالات

لوړپوړي جمهوري غوښتونکي سناتور بایډن ته د بریا مبارکي ورکړه


په سنا کې د جمهوري غوښتونکو د اکثریت مشر مچ مک‌کانل

د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس په سنا کې د جمهوري غوښتونکو د اکثریت مشر مچ مک‌کانل، د منتخب جمهور رئیس جو بایډن سره په یو تلیفوني تماس کې ښاغلي بایډن ته د بریالیتوب مبارکي ویلې ده.

ښاغلي مک‌کانل ویلي دي: "مونږ اکثرو هیله درلوده چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو نتیجې بل ډول وي. خو زمونږ د حکومتولۍ د نظام بهیر څرګندوي چې څوک د جنورۍ په ۲۰ نیټه [د جمهور رئیس په توګه] لوړه وکړي. الکتورل کالج دغه خبره کړې ده."

د جمهور رئیس انتخاباتي هیت یا د متحده ایالاتو الکتورل کالج د دوشنبې په ورځ دسمبر ۱۴ (لیندۍ ۲۴) په رسمي توګه د امریکا په انتخاباتو کې د جو بایډن بریالیتوب تائید کړ.

ښاغلي مک‌کانل د دوناد ټرمپ د څلور کلن حکومت په ستایلو سره همداشان ویلي دي چې جمهور رئیس ټرمپ او د هغه مرستیال مایک پنس د زیاتې مننې وړ دي.

د دونالد ټرمپ د سرسختي ملاتړي سناتور لندسي ګراهام، د جنوبي دکوتا د سناتور جان تون د میزوري د سناتور روی بلنت، د تکزاس د سناتور جان کورنین او د یو جمهوري غوښتونکو وکیلانو په ګډون زیات شمیر جمهوري غوښتونکو هم ښاغلي بایډن بریالیتوب منلی دی.

خو بیا هم یو شمیر جمهوري غوښتونکو وکیلانو عهد کړی چې د جنورۍ تر شپږمې پورې چې د الکتورال کالج رای د کانګرس د غړو له خوا تائید شي، د انتخاباتو د نتیجو د نه منلو لپاره د ښاغلي ټرمپ د مبارزې ملاتړ کوي.

دونالد ټرمپ چې خپله ماتې او د جو بایډن بریا یې نده منلې، پرته له دې چې شواهد او مدرکونو وړاندې کړي ادعا کوي چې په انتخاباتو کې د جو بایډن په پلوۍ درغلۍ شوي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو انتخاباتي مقاماتو خبرداری ورکړی چې په انتخاباتو کې د درغلۍ په اړه "د ټرمپ بې بنسټه ادعاوی" پر انتخاباتي نظام باندې د امریکایانو باور ته تاوان رسوي او ددغو مقاماتو په وینا امریکایي وکیلان چې لوړه یې کړې مسولیت لري چې د متحده ایالاتو د اساسي قانون دفاع وکړي.

XS
SM
MD
LG