د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: حماس سره د نتنیاهو په مشرۍ د اسرائیل د جګړې طرز 'یوه اشتباه' ده


د جګړې له کبله له خپلو کورونو بې ځایه شوي فلسطینیان د غزې په جنوبي ښار رفح کې د یو ړنګ شوي جومات دباندې د کوچني اختر لمونځ ادا کوي.
د جګړې له کبله له خپلو کورونو بې ځایه شوي فلسطینیان د غزې په جنوبي ښار رفح کې د یو ړنګ شوي جومات دباندې د کوچني اختر لمونځ ادا کوي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ویلي چې د حماس وسله والې ډلې پر وړاندې د صدراعظم بنیامین نتنیاهو په مشرۍ د اسرائیل د جګړې له طرز سره موافق نه دی، او اسرائیل باید د بشري مرستو رسولو ته د زمینې برابرولو دپاره د جګړې د درولو غوښتنه وکړي.

بایډن دا څرګندونې په غزه کې د اسرائیل په یو هوايي برید کې د اوو نړیوالو خیریه کارکوونکو له وژل کېدو وروسته، د هسپانوي ژبې تلویزیوني شبکې "یونیویژن" سره په مرکه کې کړي دي چې د سه شنبې په ورځ اپریل ۹ (وري ۲۱) ناوخته خپره شوه.

بایډن وویل چې د غزې خلکو ته د خوراکي توکو او طبي مرستو نه برابرولو لپاره هیڅ عذر نشته او دا هڅې باید "سمدستي ترسره شي."

بایډن وویل: "هغه څه چې زه یې غوښتنه کوم د اسرائیل لپاره دا دي چې د اوربند غوښتنه وکړي، د راتلونکو شپږو، اتو اونیو لپاره اجازه ورکړي چې خوراکي توکي او درمل دې هیواد ته ننوځي.... ما له سعودي څخه نیولې تر اردنیانو او مصریانو پورې له ټولو سره خبرې کړې دي. دوی چمتو دي چې ورشي او خواړه ورسوي."

سپینې ماڼۍ ویلي چې بایډن همدا خبره تیره اونۍ له نتنیاهو سره په تلیفوني اړیکه کې هم کړې وه او خبرداری یې ورکړی و چې په غزه کې بشري وضعیت "د منلو وړ نه دی."

د امریکا متحده ایالات پر حماس هم فشار اچوي چې له اسرائیل سره د شپږو اونیو اوربند ته غاړه کښیږدي. د اوربند ددې موافقې له مخې، ټاکل شوې ده چې حماس د اسرائیل له زندانونو څخه د سلګونو فلسطیني بندیانو د ازادېدو په بدل کې ۱۰۰ یرغمل خوشې کړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سه شنبې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې دا په قاهره کې حماس ته وړاندې شوی "ډیر جدي" وړاندیز دی او "باید ومنل شي."

بلینکن وویل: "اوس د حماس وار دی او نړۍ ورته سترګې په لار ده چې هغوی څه کوي."

بلینکن زیاته کړه، دا حقیقت چې حماس تر اوسه له دې شرطونو سره موافقه نه ده کړې، "د غزې د خلکو په اړه ددې ډلې اندېښنه ښيي چې نه یې لري."

حماس د سه شنبې په ورځ وویل چې دې وړاندیز د دوی غوښتنې نه دي پوره کړي، خو دوی به وربانډې غور وکړي.

په عین حال کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کامرون د سه شنبې په ورځ وویل چې هیواد به یې اسرائیل ته د بریتانوي شرکتونو لخوا د وسلو پلور بند نه کړي.

کامرون په واشنګټن کې وویل: "وروستۍ ارزونه د صادراتو د جوازونو په اړه زموږ دریځ نه بدلوي... خو زه باید روښانه کړم چې موږ په غزه کې د بشري وضعیت په اړه جدي اندیښنې لرو."

اسرائیل د اکتوبر په اوومه په اسرائیلو د حماس د هغه ترهګریز برید وروسته د حماس پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ چې ۱۲۰۰ تنه پکې ووژل شول او شاوخوا ۲۵۰ نور یرغمل ونیول شول. د حماس تر کنټرول لاندې د غزې د روغتیا وزارت په وینا، په غزه کې د اسرائیل په عملیاتو کې تر ۳۳۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي، چې ډیری یې ښځې او ماشومان دي.

بلینکن وویل چې که حماس "وسله پر ځمکه ایښې وای او د ملکي خلکو تر شا نه وای پټ شوي" جګړه به پخوا ختمه شوې وای.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وویل چې بایډن په جنوبي ښار رفح باندې د اسرائیل د برید په صورت کې "د ملکیانو د خوندیتوب لپاره د اسرائیل د وړتیا په اړه زموږ ژورې اندیښنې روښانه کړي دي."

بلینکن وویل چې په نږدې راتلونکي کې په رفح د عملیاتو پلان نه ګوري او فکر نه کوي چې راتلونکې اونۍ د متحده ایالاتو او اسرائیل د چارواکو له خبرو وړاندې کوم څه ترسره شي.

امریکا پر رفح د برید له پلان سره مخالفت ښودلی او سپینې ماڼۍ ویلي چې اسرائیل له واشنګټن سره د ممکنه برید نېټه نه ده شریکه کړې.

صدراعظم بنیامین نتنیاهو د دوشنبې په ورځ وویل چې د مصر پولې ته څېرمه د غزې پر رفح ښار د یرغل دپاره نیټه ټاکل شوې. نتنیاهو د حماس پر وړاندې د جګړې ګټلو دپاره پر رفح عملیات اړین بللي دي.

د غزې په شمالي او نورو برخو کې د جګړې له امله شاوخوا یو میلیون بې ځایه شوي فلسطینیانو په رفح کې پناه اخیستې ده.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ اسټن د سه شنبې په ورځ د سنا مجلس ته وویل چې په غزه کې قحطي ښايي زیات تاوتریخوالي او کړکیچ ته لار پرانیزي. امریکا په مکرر ډول پر اسرائیل فشار راوړی چې په غزه کې اړمنو فلسطینیانو ته د بشري مرستو لار پرانیزي.

اسټن وویل: "که اسرائیل غواړي چې تلپاتې اغیزې رامنځته کړي، نو باید د فلسطین د خلکو هراړخیزې بشري اړتیاوې په پام کې ونیسي."

ځینې نړیوال منتقدین استدلال کوي چې اسرائیل په غزه کې پر فلسطینیانو د بې توپیره بریدونو سره نسل وژنه کوي او له حماس سره په خپله روانه جګړه کې د ملکي خلکو ژوند ته لږه پاملرنه کوي.

خو اسټن دا ادعا رد کړه او ویې ویل چې "موږ د دې ثبوت نلرو."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG