د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن په اور کې د سوځېدلو سیمو د لیدلو دپاره هاوايي ته ولاړ


د امریکا ولسمشر جو بایډن او د هغه میرمن جیل بایډن د دوشنبې په ورځ اګست ۲۱ (زمري ۳۰مه) د امریکا هاوايي ایالت ته ولاړل چیرې چې په وروستیو ځنګلي اورونو کې لږ تر لږه ۱۱۰ کسان مړه شوي دي.

ټاکل شوې چې بایډن د ماوي په ټاپو کې، چې د تیرې اونۍ په ځنګلي اورونو کې تر ټول سخت ځپل شوی، وضعیت له نږدې وګوري او له اغېزمنو شویو خلکو سره خبرې وکړي.

ماوي‌ د هاوایي ایالت دویمه تر ټولو لویه جزیره ده او په ډیرې چټکۍ د ځنګلي اور په لمبو کې لولپه شوه او پیلوټ ریشي اولسټین دا هرڅه د خپل کارځای څخه ولیدل.

هغه وايي: "په سلګونو کورونه د خاورو سره خاورې شویدي. د ښار تاریخي برخه هم له منځه تللې. مطلب تاریخي ځایونه لکه، لاهینا چې د ټول هاوایي مرکز ګڼل کیده، تباه شویدي. حتی په بندر کې ولاړې کښتۍ په اوبو کې سوځیدلي او له منځه تللي دي."

په ماوي کې دا اور په داسی وخت کې ولګېد چې هوا وچه وه او تیز باد لګیده. همدا علت ښودل کیږي چې اور په دغه ټاپو کې په ډیرې چټکۍ سره د سمندر پر غاړه پروت د لاهاینا په تاریخي ښار کې خپور شو او دا فرهنګي او سوداګریزه سیمه يي په خاورو او ایرو بدله کړه.

له هوا څخه اخیستل شویو تصویرونو کې ښودل کېږي چې د لاهاینا ټول ښار، چې په نولسمې پېړۍ کې د هاوايي د پادشاهۍ مرکز و، په اېرو بدل شوی دی.

د ماوي ټاپو د بیړنیو خدماتو رئیس هرمن انډایا د همدې آفت په جریان کې له دې امله استعفا ورکړه چې ولې يې د بیړني خطر زنګ نه و غږولی چې معمولاً د سمندري توپانونو څخه د خلکو د خبرولو دپاره کارول کیږي.

انډایا له خپلې پریکړې دفاع کړې او ویلي دي چې د سونامي د خطر زنګ خلک د جزیرې منځ ته تللو ته هڅوي او په دې پېښه کې دا معنا چې خلک مستقیما د اور لمبو ته ورتلل.

داسې ګمان کیږي چې په راتلونکو ورځو کې به په اور کې د مړو شویو خلکو شمیر زیات شي، ځکه د لادرکه خلکو شمیر تراوسه نامعلوم دی.

د هاوایي ایالت د بېړنۍ څانګې سره اوس د دفاع وزارت څخه نورې همکارې ډلې هم یوځای شويدي. د امریکا د پوځ او ملي ګارد ټیمونه ورسره د پلټنو او ژغورنې ماموریت لري، او د فدرال حکومت د بېړنیو چارو اداره (فیما) وایي د مرستو رسولو لړۍ تراوسه ښه روانه ده.

د فیما غړې دییان کرسویل وايي، اوس په لاهینا ښار کې د پلټنو چارې ۷۸٪ پای ته رسیدلي دي خو هڅې یې روانې دي.

هغه وايي: "خو موږ د هغو زیانمنو کورنیو سره تر اته میلیون ډالرو زیاته مرسته هم کړېده چې د فیما ادارې سره د مرستو لپاره ثبت شویدي. او موږ سره د ژغورل شویو خلکو شمیر له ۱۲۰۰ څخه ۴۰ ته کم شوی چې په هوټلونو او موقتي سرپناګانو کې ځای پرځای شوي دي."

ولسمشر جو بایډن او میرمن جیل بایډن په پام کې لري د دوشنبې په ورځ د لاهینا ښار وګوري او د اور له امله ځپل شویو ځايي خلکو ته ډاډ ورکړي چې بېړنۍ مرستې به مستحقو کسانو ته ورسیږي.

د دغه ښار اوسېدونکی جیم ویلسي وايي، هیله من دی چې د ولسمشر ورتګ د ډېرو مرستو سبب شي.

هغه زیاتوي:"ډیرې مرستې به راشي چې تراوسه نه دي را رسیدلي. لکه په هوټلونو کې میشتو خلکو ته مرستې چې د فیما یا سره صلیب سره يي نومونه نه دي ثبت شوي. او دا ډول خلک چې د خپلو دروازو بیرون د مرستو لپاره ولاړ دي، لدې مرستو محروم دي. دا د خپګان خبره ده."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG