د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: امریکا باندې د ترهګريزو بریدونو د مخنیوي لپاره زمونږ هوډ لا هم پرځای دی 


د امریکا ولسمشر جو بایډن د سپټمبر د یوولسمې د تروریستي بریدونو د ۲۱ مې کلیزې په مناسبت د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت په مرکزي دفتر کې په جوړو شویو مراسمو کې برخه واخیسته او د ټولو قربانیانو یاد ته یې درناوی وکړ.

دا مراسم په داسې حال کې ترسره کېږي چې څه باندې یو کال وړاندې ښاغلي بایډن د امریکا تر ټولو اوږده جګړه چې په افغانستان کې د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو په غبرګون کې پیل شوه، پای ته ورسوله او له افغانستان څخه یې ټول امریکايي ځواکونه بېرته متحده ایالاتو ته ستانه کړل.

ښاغلي بایډن څرګنده کړه چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره سره به د هغه حکومت د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د عاملینو تعقیبولو ته دوام ورکړي.

ښاغلي بایډن په افغانستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په وروستي برید کې د ایمن الظواهري وژل کېدو ته په اشارې سره وویل: "پر امریکا د برید د مخنیوي لپاره زموږ هوډ لا هم پر ځای دی او موږ به هېڅکله د امریکا له خلکو څخه د دفاع په برخه کې دریغ ونه کړو."

ښاغلي بایډن د هغو ۲۹۷۷ کسانو د کورنیو او خپلوانو سره خواخوږي څرګنده کړه چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱ مه د نیویارک، د ورجینیا په ارلینګټن او د پنسلوانیا شینکسویل ښارونو کې ووژل شول او په زرګونو نور ټپیان شول.

ولسمشر بایډن وویل چې د سپټمبر د یوولسمې تروریستي بریدونو د امریکا کیسه بدله کړه، خو وویل چې دا پېښه به هېڅکله د امریکا شخصیت بدل نه کړي او د ده په وینا د امریکایانو مینه، سخاوت او مقاومت به هېڅکله بدل نه شي.

د سپتمبر د ۱۱ بریدونو د ځینو امریکایانو لپاره د یووالي او د ملي غرور د روحیې د پیاوړي کیدو سبب شول، خو په عین وخت کې امریکايي مسلمانان د ځینو امریکايي غیر مسلمانانو له شک او تعصب سره مخامخ کړل او د مدني آزادیو او فردي مصونیت په اړه یې بحثونه رامنځته کړل.

امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر د مسلمانانو او اسیايي امریکایانو پر وړاندې له تبعیض سره د مبارزې پر اړتیا ټینګار وکړ. هغه وويل: "امريکا د برابرۍ په نظريه جوړه شوې او همدې نظريې امريکا پياوړې کړې ده."

آسیایی امریکایان هم د کوویډ - ۱۹ وبا وروسته چې منشی یې چین و له تبعیض سره مخ شوي دي.

ښاغلي بایډن تر وینا څو شېبې وړاندې د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو په یاد د ګلانو ګېډۍ کېښوده. د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو د کورنیو یو شمېر غړي، مرستندویه کارکوونکو او د دفاع وزیر لوید آسټن او د امریکا د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز مارک میلي په ګډون د امریکا د دفاع وزارت لوړ پوړي چارواکي په دې مراسمو کې حاضر وو.

پوره ۲۱ کاله مخکې په همدې ورځ د القاعده ډلې ۱۹ ترهګرو په نیویارک کې له نړیوال تجارتي مرکز او د امریکا د دفاع وزارت ( پنټاګان) سره الوتکې وجنګولې او یوه بله الوتکه چې د واشنګټن په لور روانه وه، د الوتکه تښتونکو له لورې د پنسلوانیا په ایالت کې په زراعتي سیمه کې وپرزول شوه.

هر کال په دغو دریو ځایونو - نیویارک، پنټاګون او شینکسویل کې د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو د قربانیانو د یاد مراسم ترسره کیږي، چې سږکال د نیویارک په مراسمو کې د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملا هریس هم ګډون کړی. په شینکسویل کې په نورو مراسمو کې د متحده ایالاتو لومړۍ میرمن جیل بایډن هم برخه اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG