د لاس رسي وړ اتصالات

د سپتمبر ۱۱مې د قربانیانو کورنۍ د خالد شیخ محمد د محاکمې په ځنډېدو ناراضه دي


په ګوانټانامو زندان کې تر ټولو زیات پېژندل شوی زنداني ۵۳ کلن خالد شیخ محمد دی چې پر امریکا د سپټمبر د یوولسمې د بریدونو اصلي طراح بلل کیږي.

تیره میاشت د هغه د محاکمې بهیر یو ځل بیا وځنډید.

خالد شیخ محمد د ۲۰۰۳ کال د مارچ په میاشت کې په پاکستان کې د ترهګریزو فعالیتونو په تور ونیول شو، خو تر اوسه یې محاکمه ځنډیدلې ده.

د خالد شیخ محمد د محاکمې ځنډ د هغو قربانیانو کورنۍ مایوسه کړیدی چې خپل عزیزان یې د سپټمبر ۱۱ مې په ترهګریزو بریدونو کی له لاسه ورکړي دي.

ایډي بریکن یو ترکاڼ دی او د سپتمبر یوولسم په بریدونو کې یې خور وژل شوې وه.

هغه وايي دا داسې دي لکه "یو کس دې د کورنۍ غړي وژني او ته هیڅ هم نه شې کولی... او لاسونه دې تړل شوي وي".

په داسې حال کې چې خالد شیخ محمد لا هم په ګوانتانامو کې بندي دی، امریکا په ۲۰۱۱ کال کې د القاعدې مشر اسامه بن لادن په یوه برید کې وواژه او د هغه ځای ناستی ایمن الظواهري یې سږ کال د اګست میاشت کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د کابل په زړه کې د ډرون په یوه برید کې وواژه.

خو دا چې خالد شیخ محمد لا تر اوسه ژوندی دی، بریکن وویل چې هغه دې ته ګوري چې هغه د دوه لسیزو راهیسې د امریکا په نظامي توقیف کې دی.

ایډي بریکن وايي، دی او کورنۍ یې هیله مند دي چې شیخ محمد او د هغه نورو ملګرو ته سزا ورکړل شي.

د وسکانسن ایالت اوسیدونکی ګورډن هابرمن، چې ٢٥ کلنه لور یې د سپټمبر د یولسمې په بریدونو کې وژل شوې، وايي چې په عدالت کې ځنډ هغه او نورې کورنۍ مایوسه کړي دي.

هابرمن څلور ځله ګوانتانامو ته سفر کړی دی.

هغه وايي، له خپلې وژل شوې لور سره عدالت ته ژمن دی او دا دوسیه به تر آخره څاري.

ګورډن هابرمن وايي، د سپتمبر ۱۱مې د بریدونو د تورنو کسانو د محاکمې اوږدېدو او هغوی ته د بخښنې کېدو د آوازو خپرېدو مایوسه کړی دی.

هیبرمن وویل چې هغه د نیویارک په فدرالي محکمه کې مدني دعوا هم کړې ده چې د بریدونو له مسولو کسانو د مالي تاوان جبرانول غواړي.

هیبرمن زیاته کړه چې د هغه دپاره دا مهمه ده چې امریکایان په حقیقت پوه شي چې څه پېښ شول او څنګه پېښ شول.

XS
SM
MD
LG