د امریکا د ولسمشر مرستیال جوبایډن وایي که چیرته ایراني جګپوړه مشران د خبرو کولو لپاره جدي وي او په پټه د خبرو کول نه غواړي، نو د مستقیمو مذاکراتو لپاره د امریکا هغه وړاندیز اوس هم د اعتبار وړ دی چې څلور کاله وړاندې یې کړی ؤ. ښاغلی بایډن دا څرګندونې پرون د شنبې په ورځ په جرمني کښې په یوه امنیتي کنفرانس کې کړیدي.
د امریکا د ولسمشر مرستیال جوبایډن پخپلې وینا کښې د ایران نه وغوښتل چې د پنځه جمع یو هیوادونو سره په خبرو اترو کښې د ریښتینولۍ نه کار واخلي. هغه په جرمني کښې د نړۍ جګپوړه مشرانو ته وویل چې امریکا اوس هم دیته چمتو ده چې د ایران سره مخامخ خبرې وکړي. " زمونږ وړاندیز اوس هم د اعتبار وړ دی خو پکار ده چې هر څه ریښتیني او روښانه وي. هغوي باید د خبرو لپاره یوه اجنډا ولري. مونږ دیته چمتو نه یوې چې یوزاې د مشق او تمرین لپاره خبرې وکړوي. "
بایډن وویل چې امریکا به د ایران سره په پټه خبرې ونکړي او دا چې خپلو انډیوالانو ته به پدې اړه مالومات ورکوي.
د ولسمشر مرستیال جو بایډن همدارنګه د ایران نه وغوښتل چې د ملګرو ملتونو د امینت د شورا د پنځه دایمي غړو او جرمني سره دې په خبرو کښې ریښتینی وي. او زیاته یې کړه پکار ده چې ایران پدې برخې کې رغنده ګامونه پورته کړي. "اوس هم وخت شته دی، اوس هم د دیپلوماسۍ فرصت موجود دی چې د کامیابه کیدو لپاره فشار اچولو ته ضرورت شته دی. اوس هر څه د ایران د حکومت په لاس کښې دي، هغوي اوس هم وخت لري چې د پنځه جمع یو د هیوادونو سره په خبرو کښې د ریښتیني ګامونو د پورته کولو لار غوره کړي. "
بایډن همدرانګه ژمنه وکړه چې امریکا به د سوریې د مخالفینو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي او زیاته یې کړه چې د سوریې ولسمشر بشار الاسد نور د ملک د چارو د مخ بولو لپاره وړ شخص ندی او باید چې د هغه په قول نور دې د واک نه لاس واخلي.
خو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف بیا په همدې کنفرانس کښې وویل چې دا ډول شرطونه د هغوي لپاره د منلو وړ ندي او زیاته یې کړه چې دسوریې لپاره باید په هغه پروسه باندې کار وشي چې په ژنیو کښې پرې موافقه شویده او هغه دا چې د جګړې ټولې خواوې باید پخپلو منځوکښې خبرې وکړي. سرګې لاوروف همدارنګه هغه وړاندیز رد کړ چې د ملکي خلکو د ساتلو لپاره دې یوه خوندي سیمه جوړه شي او د نړۍ هیوادونو یې هوایي خدمتونه ورته برابر کړي. " د ملکیانو لپاره د خوندي سیمو د جوړیدلو په برخې کې چې نړیوال به یې د هوا له لارې امنیت ساتي، زمونږ ځواب منفي دی. په سوریه کې د قواوو نه کار اخیستل او یا د قواوو ګواښ کول زمونږ لپاره د منلو وړ ندي ځکه چې سوریه اوس پوځي مداخلې ته ضرورت نلري. ډیر ضرورت دا دی چې باید ژر تر ژره دې اوربند وشي او تشدد دې پای ته ورسیږي. “
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي لاوروف همدارنګه وویل په سوریه کې د کیمیاوي وسلو نه کار اخیستل هم د هغوي لپاره د منلو وړ ندي خو هغه ډاډ څرګند کړ چې د سوریې کیمیاوي وسلې د اسد د رژیم په لاس کې دي او خوندي دي او زیاتوي، یوازینی خطر دا دی که چیرته دا وسلې د مخالفینو لاس ته ورشي نو اندیښنه شته چې هغوي به یې استعمال کړي. بل پلو بیا غربي هیوادونه او اسرئیل اندیښنه لري چې د کیماوي وسلې به یا د اسد د رژیم لخوا استعمال شي او یا به د حزب الله ډلې ته ورکړل شي. په همدې خاطر اسرایلو د همدې اونۍ په سر کۍ د موټرو په یوه کارواند حمله وکړه او ویل یې چې کیماوي وسلې یې د سوریې نه لبنان ته وړلې خو سوریې د اسرایلو دا تورونه رد کړیدي.