د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن له مودي سره د روسیې په اړه خبرې وکړې 


عکس ارسیف: بایډن او مودي په سپینه ماڼۍ کې د لیدنې پر وخت
عکس ارسیف: بایډن او مودي په سپینه ماڼۍ کې د لیدنې پر وخت

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د دوشنبې په ورځ اپریل ۱۱ (وري ۲۲) د هند د صدراعظم نریندرا مودي سره د ویدیو له لارې خبرې وکړې.

ښاغلي بایډن د هیوادونو په ګډو ارزښتونو باندې په ټینګار سره پر هند او نورو فشار راوړی چې پر اوکراین باندې د یرغل په وجه د روسیې په وړاندې سخت دریځ خپل کړي.

ښاغلي بایډن د هند د صدراعظم سره د خبرو په پیل کې د دواړو هیوادونو ترمنځ په دفاعي شراکت ټینګار وکړ او وویل چې امریکا او هند به «خپل نژدې سلا مشورو ته دوام ورکړي چې د روسیې ددغې جګړې ویجاړونکې اغیزې څنګه مدیریت کړي.»

د امریکا ولسمشر وویل: «زمونږ د شراکت ریښې زمونږ د خلکو ترمنځ ژورې اړیکې دي، د کورنیو اړیکې، د ملګرتیا او ګډو ارزښتونو اړیکې.»

دا پداسې حال کې دي چې څو اونۍ وړاندې ښاغلي بایډن پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل په غبرګون کې هند "متزلزل" ګڼلی و. د هند بیطرفه دریځ په واشنګټن کې اندیښنې رامنځته کړې او برعکس د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف له خوا وستایل شو.

ښاغلي مودي پرته له دې چې تازه دریځ خپل کړي د اوکراین حالات یې د «ډیرې اندیښنې وړ» وبلل او وویل چې یو هندي محصل پدې جګړه کې ژوند له لاسه ورکړ. هغه زیاته کړه چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین د ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره یې خبرې کړي او له دواړو څخه یې غوښتي چې سوله وکړي.

همداشان هند د اوکراین په بوچا ښارګوټي کې د ملکي وګړو وژنې غندلي او په اړه یې د ناپیلو پلټنو غږ کړی دی.

هند تر اوسه پر اوکراین باندې د روسیې د پوځي یرغل له محکومولو ډډه کړې او حتی د روسیې د یرغل د محکومولو لپاره د ملګروملتونو د عمومي مجمعې په رای اچونه کې یې ممتنع رایه ورکړه. سره له دې د هند حکومت ویلي چې د اوکراین په بوچا ښارګوټي کې د روسیې د ځواکونو په واسطه د ملکي خلکو د وژلو د ادعاو په خاطر عمیقاً خواشینی شوی دی.

د روسیې څخه د تیلو او ګازو د اخیستلو په اړه د لویدیځ د فشارونو سره سره ،هند په پرله پسې توګه د خپل اړتیا وړ انرژي ددې هیواد نه اخلي.

هند د خپلې اړتیا د رفع کولو لپاره تیره میاشت د روسیې نه درې میلیون بیرل خام تیل واخیستل.

XS
SM
MD
LG