د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې غلو په دوو ورځو کې ۵۰۰ ټنه پل غلا کړ  


د هند د بېهار ایالت پولیس وایي یوې ډلې غلو یو ۵۰۰ ټنه اوسپنیز پل غلا کړی او ګمان کیږي چې د اوسپنو د ټوټو په توګه یې پلورلی دی.

دغې ډلې غلو چې ځانونه یې د اوبو لګولو د وزارت مسولین معرفي کړي وو، د دوو ورځو په ترڅ کې د عصري وسایلو او تجهیزاتو څخه په استفادې دغه متروک شوی پل ټوټه ټوټه کړی او له ځانه سره وړی دی.

ددې ایالت د پولیسو مقاماتو نن د اپریل په لسمه (وري ۲۱) وویل چې هڅه کوي د غلو دغه ډله چې دا ۱۸۲ متره اوږد پل یې غلا کړی ونیسي.

دا پل په امي‌یاوار کلي کې و چې ددې ایالت د مرکز پتنا په جنوب ۱۵۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري.

د محل اوسیدونکو پولیسو ته ویلي چې هغوی پدې فکر وو چې دولتي مقاماتو غوښتل دغه ترک شوی پل چې د ۳۰ کاله مخکې د اوبو د یو کانال دپاسه جوړ شوی و له منځه یوسي.

د دغه ځای یو اوسیدونکي رسنیو ته ویلي چې هغوی دمخه له حکومت غوښتي وو چې دغه پل له منځه بوسي.

خو بیا هم د پولیسو منصبدار سوباش کمار، چې د دې قضیې مسول دی ویلي چې ددې ډلې یو شمیر غړي په نښه شوي او د نورو غړو د پیژندلې لپاره هڅې روانې دي.

د جنوبي اسیا د نورو هیوادونو په څیر په هنر کې د اوسپنې د داغمه ټوټو خرڅلاو یوه ګټوره سږداګري ده؛ هغه ځای چې د اوسپنیز وسایل حتی د شخصي ملکیتونو څخه غلا کیږي.

XS
SM
MD
LG