د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: روسیه باید پر اوکراین باندې د یرغل بیه پرې کړي  


د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن، ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، باید "په اوکراین کې د خپل وحشت‌ درنه بیه ادا کړي".

ولسمشر بایډن چې د جاپان په سفر بوخت دی د دوشنبې په ورځ مۍ ۲۳ (غبرګولي دوهمه) پر روسیې باندې د اوږدمهاله بندیزونو په اهمیت ټینګار وکړ. هغه وویل: "دغه بندیزونه په زور د تایوان د نیولو لپاره د چین د هڅو په اړوند څه پیغام لیږدوي؟"

بدې ترڅ کې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د دوشنبې په ورځ پر روسیې باندې د زیات فشار راوړلو غوښتنه وکړه او وویل چې باید د هغه هیواد د تیلو په صنعت او بانکي نظام باندې زیات بندیزونه ولګول شي او د روسیې سره ټوله سوداګري بنده شي.

ښاغلي زیلینسکي چې د سویس د داووس اقتصادي کنفرانس ته یې د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې کولې ددغې غونډې ګډون کوونکو ته په خطاب کې وویل: "بندیزونه باید دومره ستر وي تر څو روسیه او هر بل احتمالي یرغلګر چې د خپل ګاونډي په وړاندې د ظالمانه جګړې غوښتونکی دی سمدستي د خپلو اقداماتو څرګندې بیلګې وویني."

د اوکراین ولسمشر وویل چې که هغه بندیزونه چې اوس پر روسیې لګیدلي درې میاشتې دمخه لګیدلي وای ښایي د لسګونو زرو کسانو ژوند به ژغورل شوی وای. هغه وویل چې "ددې وخت دی چې تصمیم ونیول شي چې ایا پر نړۍ باندې دې وحشي ځواکونه حاکمیت وکړي که نه."

څو شیبې مخکې له هغه د روسیې سره د اوکراین لوړپوړي مذاکره کوونکي او د ښاغلي زیلینسکي مشاور میخایلو پودولیاک، اروپا ته د روسیې د تیلو وارداتو ته ګوته ونویله او وویل چې ددغې معاملې ارزښت په ورځ کې یو میلیارد ډالرو ته رسیږي.

پودولیاک په یو ټویټري پیغام کې ولیکل: "روسیه د ماشومانو وژلو، پر ښځو باندې تیريو کولو او د ښارونو ورانولو ته دوام ورکوي. اوکراین د اروپا له پولو او د دموکراتیک مدنیت دفاع دوام ورکوي. تاسې یې پخپله وارزوئ."

د اروپایي ټولنې مشرانو د روسیې د تیلو د وارداتو د منع کولو وړاندیز مطرح کړی، خو د روسیې په تیلو باندې ددې اتحادیي د څو غړو سخته تکیه ددې سبب شوې چې د روسیې د تیلو د وارداتو د قطع کولو هڅې څرګنده نتیجه ورنکړي.

XS
SM
MD
LG