د لاس رسي وړ اتصالات

په اوکراین کې د نظامي حکومت موده درې میاشتې وغځول شوه 


روسیې د فبرورۍ په ۲۴ نېټه په اوکراین یرغل وکړ
روسیې د فبرورۍ په ۲۴ نېټه په اوکراین یرغل وکړ

په داسې حال کې چې په اوکراین کې لا هم جګړه روانه ده، د دغه هېواد د نظامي حکومت موده د دریو نورو میاشتو لپاره، د اګست تر ۲۳ نېټې پورې، وغځول شوه.

د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زیلینسکي د روان کال د فبرورۍ په ۲۴ د نظامي حکومت پلان لاسلیک کړ. په همدغې نېټې باندې روسیې په اوکراین باندې یرغل پیل کړ.

د اوکراین پارلمان نن یکشنبه مۍ ۲۲ (مرغومي لومړۍ) د رایو په اکثریت سره د نظامي حکومت فرمان تمدید کړ. دا درېیم ځل دی چې د اوکراین پارلمان دا کار کوي.

په همدې حال کې روسیې د دونباس په سیمې باندې فشارونه زیات کړي دي.

د اوکراین سرتېرو د کیف او خارکیف په لوري د روسي ځواکونو د پرمختګ مخه نیولې ده، خو د دونباس او جنوبي سواحلو په سیمو کې له سخت فشار سره مخامخ دي.

روسیې نن د اوکراین په شمالي، لویدیځ او جنوبي سیمو باندې بریدونه کړي او راپورونه وايي چې اووه ولسي خلک وژل شوي دي.

اوکراین خبرداری ورکړی دی چې یوازې د دپلوماسۍ له لارې په اوکراین کې د روسیې جګړه ختمېدای شي.

ولسمشر زیلیسنیکي ویلي دي چې له روسیې سره به یې د سولې خبرې پیل کېږي خو دقیقه نېټه یې ونه ښودله. هغه ټېنګار وکړ چې دا مذاکرات به د اوکراین لپاره «منصفانه» پایلې ولري.

په همدې حال کې اوکراین هڅه کوي چې د اروپايي ټولنې غړیتوب ترلاسه کړي او هڅه کوي چې ژر یې ترلاسه کړي.

د اروپا په چارو کې د فرانسې وزیر کلیمن بون ویلي دي چې په دې ټولنې کې د اوکراین د غړیتوب مسئله ښايي ۱۵ یا ۲۰ کاله وخت ونیسي.

هغه ویل: «باید صادقانه وغږېږو. که ووایئ چې اوکراین به په را روانو شپږو میاشتو، یو کال یا دوو کالونو کې د اروپايي ټولنې غړیتوب ترلاسه کوي، درواغ وايي.»

هغه وویل چې ښايي دا کار ان د ۱۵ او ۲۰ کالونو څخه هم زیات وخت ونیسي. دا په داسې حال کې ده چې د اروپايي ټولنې اکثریت مشرانو په دغې ټولنې کې د اوکراین د یو ځای کېدو له مسئلې سره دومره علاقه نه ده ښودلې.

XS
SM
MD
LG