د لاس رسي وړ اتصالات

اوکراین یو روسي عسکر د جنګي جنایاتو په تور په عمر بند محکوم کړ 


د روسیې محکوم سرتېری
د روسیې محکوم سرتېری

په کیف کې یو محکمې د روسیې یو عسکر، چې د اوکراین په جګړې کې د یو ولسي وکړي په وژلو تورن و، د عمر بند په سزا محکوم کړ.

د دغه ۲۷ کلن روسي‌ عسکر نوم «وادیم شیشیمارین» ښودل شوی او هغه په محکمې اعتراف کړی و چې یو ۶۲ کلن اوکراینی ولسي سړی اولګساندر شیلپوف یې په ډزو وژلی دی.

د ده محکمه نن دوشنبه مۍ ۲۳ (غبرګولي دویمه) په کیف کې وشوه. د ولسي اوکرایني د وژلو پېښه د فبرورۍ په ۲۸ د اوکراین په شمال-ختیځ کې د «چوپاخیوکا» په کلي کې شوې وه.

دا محکمه په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته د خپل ډول لومړۍ بلل کېږي چې د اوکراین لپاره یو پام وړ او سمبولیک اقدام هم بلل کېږي. د فرانسې خبري اژانس وايي چې دغه سرتېری د سایبریا دی او د روسيې د ځواکونو د ټانک قومندان و.

مسکو د فبروۍ په ۲۴ په اوکراین باندې یرغل پيل کړ دی.

په محکمې کې روسي عسکر ادعا وکړه چې ولسي‌ سړی یې د بل روسي سرتېري د فشار له کبله وژلی. هغه وویل د جګړې په څلورمه ورځ یې هڅه کوله چې په ملکي موټر کې بېرته روسیې ته وتښتي چې دا پېښه وشوه.

نوموړي د خپل کار له کبله بخښنه وغوښته او د شیلپوف له ښځې یې وغوښتل چې ویې بخښي، هغه وویل: «زه د وضعیت له کبله اوتر شوی وم. ما نه غوښته هغه ووژنم.»

خو څارنوالانو ادعا وکړه چې هغه دا ملکي‌ سړی قصدآ په دریو څلورو مرمیو وېشتلی او وژلی دی.

د قضیې د دواړو اړخونو د دعوې له اورېدو وروسته قاضي سرګي اکافونوف د محکمې حکم اعلان کړ: « محکمې شیشیمارین په (جنګي جنایاتو پړ) وګاڼه او د ټول عمر لپاره یې په بند محکوم کړ.» دی همدغه راز په په عمدي قتل هم محکوم شوی چې د قاضي په خبره «په مستقیمه اراده» یې شوی دی.

په کیف کې د روسیې د دغه سرتېري دا محکمه داسې مهال کېږي چې د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زیلیسنکي په «داووس» د اقتصاد په نړیوال فورم کې له سیاسي او اقتصادي مخکښانو وغوښتل چې له مسکو سره ټول تجراتي روابط پرې کړي او کیف ته وسلې ورکړي.

نوموړي په انلاین بڼه دغې غونډې ته خبرې کولې.

په اوکراین کې د روسیې دا عسکر داسې مهال په جنګي‌ جرمونو محکوم کېږي چې تر دې مخکې اوکرایني چارواکو د روسیې عسکر په جنګي جنایاتو تورن کړي او ویلي چې هغوی په روانې جګړې کې ګڼ ولسیان وژلي دي.

امریکا ویلي دي چې د نړیوالو جرمونو له محکمې سره په اوکراین کې د جنګي جنایاتو په اړه د شواهدو او اسنادو په ټولولو کې مرسته کوي.

څه موده مخکې یو لړ تصویرونه خپاره شول چې په کې ښودل کېږي د روسیې ځواکونو یو زېږنتون په نښه کړی او هلته یې د ماشومانو په ګډون یو شمېر ولسي خلک وژلي دي. خو مسکو دا تورونه ردوي او دا تصویرونه جعلي ګڼي.

XS
SM
MD
LG