د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن پر روسیې نوي بندیزونه ولګول


د متحدو ایالتونو جمهور رئیس جوبایډن د اوکراین په تړاو د روسیې د وروستیو اقداماتو په غبرګون کې پر مسکو نوې بندیزونه وضع کړل چې د نورو برخو تر څنګ،د نظامي بانک په ګډون د روسیې بانکونه په نښه کوي.

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د دوشنبې په ورځ فبروري ۲۱ (کب دویمه) د اوکراین په ختیځ کې دوه سیمې لوهانسک او دونتڅک د خپلواکو سیمو په توګه په رسمیت وپيژندلې، هغه دوه سیمې چې د روسي پلوو بیلتون غوښتونکو په کنټرول کې دي.

جمهور رئیس بایډن د سه شنبې په ورځ فبروري ۲۲ (کب ۳) وویل چې روسیې په رسمیت د اوکراین د لوهانسک او دونتڅک سیمو په پیژندلو سره د اوکراین د موجودیت حق سلب کړی دی.

هغه د مسکو دا اقدام د نړیوالو قوانینو نقض وباله او ویې ویل چې د وروسیې وروستی اقدام کلک نړیوال ځواب ته ضرورت لري، خو هغه بیا هم هیله څرګنده کړه چې دا مشکل د دیپلوماسۍ له لارې هوار شي.

بایډن وویل نوې بندیزونو د هغو بندیزونو په نسبت ډیر شدید دي چې په ۲۰۱۴ کال کې د روسیې له خوا د کریمېې سیمې تر نیولو وروسته پر مسکو لګیدلي دي. هغه وویل د روسیې د فشار د زیاتیدو په صورت کې به غرب هم خپل فشارونه زیات کړي.

د متحدو ایالتونو جمهور رئیس وویل چې اروپا ته یې د ډیرو امریکایي ځواکونو او تجهیزاتو استول مجاز کړي څو د هغه په وینا په بالتیک کې د استونیا، لتویا او لیتوانیا په شان متحدینو څخه د روسیې د تهدیداتو‌ په وړاندې ملاتړ وشي.

جمهور رئیس بایډن وویل:"ښکاره ووایم: دا ټول زموږ دفاعي اقدامات دي، موږ له روسیې سره د جګړې هوډ نلرو. غواړو یو پریکنده ځواب واستوي چې امریکا له خپلو متحدینو سره د ناټو د خاورې له هر انچ څخه دفاع کوي او کوم تعهدات چې مو له ناټو سره کړي ، پرې ولاړ یو."

ښاغلي بایډن وویل:"روسیه غواړي‌ چې پر اوکراین د پراخ نظامي برید لپاره مخ ته ولاړه شي... هیله من یم داسې ونه وسي... خو روسیه د پلازمینې کیف او نورو سترو ښارونو په ګډون د اوکراین پر خاوره خپل تهدیدات زیاتوي. اوس هم ۱۵۰ زره روسیي پوځيان د اوکراین په شاوخوا کې پراته دي."

د روسیې پارلمان د فبروري په ۲۲ نیټه په رسمیت د دونتڅک او لوهاسنک سیمو د پيژندلو په اړه د جمهور رئیس پوتین له پریکړې ملاتړ وکړ.

له همدې مخې اوس روسیه کلوی شي دغو سیمو ته خپل پوځیان واستوي او په هغه ځای کې نظامي اډې جوړې کړي او په مشترک ډول د اوکراین له ختیځ څخه دفاع وکړي.

د روسیې د استازو او سنا مجلسونو د رایو په توافق دا طرحه منظور او ستاینه یې ورڅخه وکړه.

XS
SM
MD
LG