د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې پارلمان د مستقلو دولتونو په توګه د اوکراین د ختیځو سیمو پېژندل تائید کړل


د روسیې پارلمان
د روسیې پارلمان

د روسیې پارلمان نن سه شنبه فبروري ۲۲ (سلواغه درېیمه) د اوکراین د ختیځ د بیلتون غوښتونکو جمهوریتونو د رسمي پېژندنې په اړه د دغه هېواد د ولسمشر ولاديمیر پوتین پرېکړه تائید کړه.

ښاغلي پوتین تېره ورځ د اوکراین په ختیځ کې د «دونیڅک د خلکو جمهوریت» او «لوهانسک د خلکو جمهوریت» جلا شوې سیمې د خپلواکو دولتونو په توګه په رسمیت وپیژندلې.

د پارلمان له ملاتړ او دغې پرېکړې څخه وروسته به روسیه دغو دواړو سیمو ته عسکر استوي‌، پوځي اډې به جوړوي او په ګډه به د دغو سیمو څخه دفاع کوي.

د روسیې ولسي جرګې «دوما» د رایو په اتفاق سره دا پرېکړه تائید کړې او له تائیدۍ وروسته ټولو استازو چک چکې ووهلې.

د ولسې جرګې په ویبسایټ کې د جرګې د مشر ویاچسلاو ولودین له خولې لیکل شوي: « دا د خلکو د ساتلو، جګړې او بشري کړکیچ د مخنیوي‌ او سولې د راوستلو یوازینۍ لار ده.»

د ولسي‌ جرګې تر پرېکړو وروسته د دغه هېواد مشرانو جرګې «فدراسیون شورا» هم دا پرېکړې تائید کړې.

د فرانسې د خبري‌اژانس د راپور په اساس د دغې شورا مشرې ولینتینا ماتوینکو وویل: «دغې پرېکړې ته له ډېر وخت راهېسې انتظار کېده. نن د دغو موافقو تائید د دونیڅک او لوهانسک خلکو ته یو نوی ژوند پیلوي.»

امریکا، بریتانیا، اروپايي ټولنې او نورو د روسیې دا اقدام غندلی او په دغو سیمو باندې یې نوي بندیزونه لګولي دي.

XS
SM
MD
LG