د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: د سعودي عربستان د سفر په هکله مې لا پریکړه نده کړې


د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن وایي لا یې هم سعودي عربستان ته د سفر کولو پریکړه نده کړې.

ښاغلي بایډن دا څرګندونې شنبه جون ۱۱ (غبرګولي۲۱) پداسې حال کې کړي چې یوه اوونۍ وړاندې یې د دې ممکنه سفر په هکله خبرونه په مطبوعاتو کې خپاره شول.

ځینو سرچینو ویلي چې ښاغلی بایډن به د همدې روانې میاشتې په پای کې د سعودي عربستان تر څنګ اسرائیل او اروپا ته هم ولاړ شي خو نه پخپله جمهور رئیس او نه هم د حکومت کوم جګپوړي چارواکي تر اوسه دغه سفر تائید کړی.

که هم چې په مطبوعاتو کې ویل شوي و چې که جمهور رئیس سعودي ته ولاړ شي د هغه هیواد ولیعهد محمد بن سلمان سره به هم وګوري.

خو بل پلو بیا سپینه ماڼۍ وایي جمهور رئیس احساس کوي چې ښاغل سلمان په ۲۰۱۸ کال کې د واشنګټن پوسټ د خبریال جمال خاشقجي په وژلو کې د نقش لرلو په خاطر "بیګانه" شخص دی.

د امریکا استخباراتي ادارې په ښاغلي سلمان تور پورې کوي چې په ۲۰۱۸ کال کې د واشنګټن پوسټ د ورځپاڼې د خبریال جمال خاشقجي د وژلو امر یې ورکړی و.

د ښاغلي بایډن د سفر اعلان په امریکایي مطبوعاتو کې دوه اوونۍ وړاندې وروسته تر هغه وشو چې سعودي عربستان ومنله د تیلو تولیدات به ډیروي او په عین حال کې به په یمن کې چې جګړو ځپلی، د اوربند د موافقې موده وغځوي.

دا دواړه د جمهور رئیس جو بایډن مهمې غوښتنې وې چې د سعودي څخه یې کړې وې او هغوي هم دا ومنلې.

دا څوم ځل دی چې په امریکایي مطبوعاتو کې سعودي عربستان او اسرائیل ته د ښاغلي بایډن د سفر پر سر بحثونه کیږي.

تر دې وړاندې تیره اوونۍ ګڼ شمیر امریکایي مطبوعاتو راپور ورکړی و چې جمهور رئیس جو بایډن سعودي عربستان او اسرائیل ته خپل ممکنه سفر ځنډولی.

د مطبوعاتو ددې راپورونو څخه یوه ورځ وړاندې ښاغلي بایډن تائید کړې وه چې سعودي عربستان ته په سفر کولو غور کوي. .

په راپورونو کې د ښاغلي بایډن د سفر د ځنډیو دلیل ندی روښانه شوی.

XS
SM
MD
LG