د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: سوریه کې د ایران په ملاتړو اورپکو برید د امریکایانو حفاظت لپاره و


ولسمشر بایډن

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن وايي چې په سوریه کې د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو اورپکو په مرکزونو هوايي بریدونه د امریکايي اتباعو د حفاظت او دفاع لپاره شوي دي.

ښاغلي بایډن همدغه راز وویل چې دا برید د دې لپاره هم وشو چې د امریکا او ایتلافیانو په ضد د اورپکو یو لړ بریدونه ګډوډ کړي.

د امریکا د استازو د خونې مشرې نانسي پلوسي ته د پنجشنبې په ورځ اګست ۲۵ (سنبله۴)په یو استول شوي لیک کې ښاغلي بایډن ویلي دي چې د سه شنبې د ورځې د بریدونو امر هغه ورکړی و.

د رویټرز خبري اژانس د راپور په اساس ښاغلي بایډن په دغه لیک کې لیکلي دي چې دا برید « په داخل او خارج کې د امریکايي اتباعو د ساتنې په برخه کې زما د مسئولیت او د امریکا د ملي امنیت او بهرنۍ تګلارې د ګټو » په اساس شوی دی.

د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ وایي چې د سوریې په شمال ختیځ کې د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو اورپکو هغه مرکزونه په نښه کړي چې ترې به د امریکایي ځواکونو په پوځي اډو راکټونه ویشتل کیدل.

په بیانیې کې ویل شوي دي چې امریکایي ځواکونو «په سوریه کې په دوو سیمو کې راکټي بریدونو ته ځواب ورکړ، درې موټر او هغه وسایل یې له منځه یوړل چې د یو شمیر راکټونو د توغول کیدو لپاره کارول کیدل.»

اعلامیه زیاتوي‌ چې په دې بریدونو کې د ایران له ملاتړ څخه برخمن دوه یا درې هغه اورپکي هم وژل شوي چې په یوه برید کې یې لاس درلود.

د فرانسې خبري اژانس لیکلي، د چهار شنبې په ماښام له عراق سره پولې ته نږدې د سوریې د تیلو په شتمن دیر الزور ولایت کې د امریکایي ځواکونو پر یو مرکز د څو راکټونو د لګیدو له امله درې امریکایي سرتیري برسیرن ټپیان شوي‌..

ایران له هغو ډلو سره هر ډول اړتباط رد کړ چې یوه ورځ مخکې د امریکا په هوایي برید کې په نښه شوي دي.

تهران وایي هغوی د مشق په غوښتنه یوازې نظامي سلاکاران هغه هیواد ته استولي دي.

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې د متحدو ایالتونو دا برید غندلی او ویلي یې دي چې دا د سوریې د خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا نقض دی.

XS
SM
MD
LG