د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: د امریکا او اسرئیل اړیکې نه شلېدونکي دي


د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن او د اسرائیل ولسمشر اسحاق هرزوګ په سپینه ماڼۍ کې
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن او د اسرائیل ولسمشر اسحاق هرزوګ په سپینه ماڼۍ کې

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن، د اسرائیل په قضائیه قوه کې د اصلاحاتو پر وړاندې د اعتراضونو او په لویدیځه غاړه کې د نورو یهودي میشت ځایونو جوړولو په شمول د ځینو مسایلو په اړه د واشنګټن د اندېښنو سره سره، د اسرائیل او امریکا اړیکې نه شلېدونکې بللي دي.

ولسمشر بایډن د سه شبنې په ورځ جولای ۱۸ (چنګاښ ۲۷) له خپل اسرائیلي سیال اسحاق هرزوګ سره په سپینه ماڼۍ کې د ایران او روسیې د اړیکو او له ګاونډي هیوادونو سره د اسرائیل د دپلوماتیکو اړیکو د عادي کولو په اړه خبرې وکړې.

بایډن وویل: "موږ ژمن یو څو ډاډ ترلاسه کړو چې ایران هیڅکله اتومي وسلې ترلاسه نه کړي. نو موږ د خبرو کولو لپاره ډیر څه لرو."

دا د بایډن په ولسمشرۍ کې واشنګټن ته د ولسمشر هرزوګ دوهم سفر دی. نوموړي د چهارشنبې په ورځ جولای ۱۹ (چنګاښ ۲۸) د امریکا د کانګرس ګډې غونډې ته وینا وکړه.

ولسمشر بایډن له هرزوګ سره د اسرائیل د محافظه کار صدراعظم بنیامین نتنیاهو له خوا د قضایي سیستم د بدلونونو او په لویدیځه غاړه کې د نورو یهودي میشت ځایونو د جوړولو په اړه د خپلې ادارې اندېښنې شریکې کړې.

په قضايي سیستم کې بدلونونو په اسرائیل کې پراخ لاریونونه پارولي دي. هرزوګ وویل چې هېواد یې له"له ځینو سختو حالاتو تیریږي" خو د روانو ستونزو د حل کوښښ کوي.

په میلیونو امریکایان چې د اسرائیلو سره اړیکې لري، دغه لیدنه څاري. په امریکا کې د یهودانو د یو مذهبي مرکز مشر جونا پیسنر وايي، په اسرائیل کې د لاریون کوونکو ملاتړ کوي او هیله لري چې اسرئیل د یوې ټولشموله ډیموکراسۍ په توګه پرمختګ ته دوام ورکړي.

پیسنر وویل: "دلته ډیری مسئلې موجودې دي. د ښځو له حقونو نه واخله د جنسیتي اقلیتونو تر حقونو پورې. د مختلفو یهوادونو د بیان د ازادۍ مسئله او هر هغه څوک چې غواړي په اسرائیلو کې یې حقونه خوندي وي."

ځینې جمهوري غوښتونکي د بایډن له ادارې غوښتنه کوي چې د اسرائیل له چارو ځان لرې وساتي. د فلوریډا والي او د ولسمشرۍ جمهوري غوښتونکی نوماند ران ډیسانتیس وايي، د بایډن ادارې چې څه کړیدي هغه د شرم وړ دي.

ډیسانتیس وویل: "د صدراعظم نتانیاهو په څیر د قوي متحد سره د دوی چلند د شرم وړ دی. هغه څه چې دوی یې کوي، د اسرائیلو په اړه، دا پالیسۍ د شرم وړ دي. بایډن ته پکار ده چې اسرائیل ته اجازه ورکړي چې خپل ځان پخپله اداره کړي."

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو چې د دسمبر په میاشت کې د شپږم ځل دپاره د اسرائیل صدراعظم وټاکل شو، د بایډن به ولسمشرۍ کې تراوسه واشنګټن ته سفر نه دی کړی.

سپینې ماڼۍ پدې اونۍ کې وویل چې نتنیاهو ته یې امریکا ته د سفر بلنه ورکړې خو ددغه سفر تاریخ نه دی ښودل شوی.

XS
SM
MD
LG