د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا لویدیځه غاړه کې د اسرائیل پوهنتونونو سره مالي مرسته بندوي


آرییل یو له هغو پوهنتونو څخه دی چې په لویدیځه غاړه کې په ۱۹۸۲ کال کې جوړ شوی او متحده ایالاتو ورسره د ساینس څیړنو لپاره مالي مرستې کولې.
آرییل یو له هغو پوهنتونو څخه دی چې په لویدیځه غاړه کې په ۱۹۸۲ کال کې جوړ شوی او متحده ایالاتو ورسره د ساینس څیړنو لپاره مالي مرستې کولې.

متحده ایالاتو دوشنبه جون ۲۶ (چنګاښ۵) وویل چې په لویدیځه غاړه کې د اسرائیل په تعلیمي ادارو کې د ساینسي څیړنو لپاره مالي مرستې بندوي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند میتو میلر وایي چې ددې تعلیمي ادارو سره مالي مرستې کول د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ سره په ټکر کې دي.

ښاغلي میلر زیاته کړه، " نوی لارښود د متحده ایالاتو ادارو ته لارښوونه کوي چې په هغو سیمو کې د اسرائیل سره د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې همکاري کول چې د ۱۹۶۷ کال څخه وروسته د اسرائیل ادارې لاندې راغلي او لا یې هم د ورستي وضعیت په هکله خبرې پاتې دي، د متحده ایالاتو د بهرنۍ پالیسي سره په ټکر کې دي".

د بهرنیو چارو وزارت دې ویاند ټینګار وکړ چې متحده ایالات د اسرائیل سره د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې همکاري ارزښتناکه بولي خو تر څنګ یې دا هم وویل چې په لویدیځه غاړه کې د مالي مرستو بندول د متحده ایالاتو هغه دریځ څرګندوي چې د څو لسیزو راپدیخوا یې ددې سیمې په هکله لري.

د جمهور رئیس جو بایډن د حکومت دا پریکړه د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ترمپ هغه اقدام ردوي چې د نړیوالې اجماع برعکس یې دا نه منله چې اسرئیل لویدیځه غاړه په غیر قانوني توګه د ۱۹۶۷ کال په جګړې کې نیولې ده. د متحده ایالاتو په کانګرس کې جمهوري غوښتونکو غړیو د حکومت پدې پریکړې سخت انتقادونه کړي.

د سنا مجلس غړی ټیډ کروز چې تل د جمهور رئیس بایډن په حکومت انتقادونه کوي دا پریکړه یې په لویدیځه غاړه کې د یهودانو پر ضد د "یهودیت ضد تبعیض" وباله او په حکومت یې دا تور هم ولګاوه چې غواړي اسرائیل په ساینسي لحاظ کمزوری کړي.

د امریکا د حکومت د پریکړې ډیر اغیز به په لویدیځه غاړه کې د آرییل په پوهنتون وشي چې په ۱۹۸۲ کال کې جوړ شوی ؛ پدې وخت کې لویدیځه غاړه د یهوداو لپاره د میشت کیدو نوې قبضه شوې سیمه وه.

د اسرائیل لپاره د متحده ایالاتو پخواني سفیر ډیوډ فرایډمن چې د دې پوهنتون اتلل بلل کیږي، بیا د بایډن په حکومت تور پورې کړی چې د هغو فعالینو د خوځښت لاره یې غوره کړي چې هدف یې د اسرائیل سره مقاطعه ده.

خو د متحده ایالاتو حکومت بیا وایي چې د مقاطعې او بندیزونو خوځښت سره مخالی دی ځکه چې دا خوخښت یوازې د یهودانو میشت کیدو لپاره قبضه شویو ځایونو سره نه بلکې د ټول اسرئیل سره د اړیکو پرې کول غواړي.

د ټرمپ حکومت د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پخپلې واکمنۍ کې په لویدیځه غاړه کې د اسرئیل لخوا په قبضه شویو سیمو کې د هر څه عادي کیدل غوښتل او دا اجازه یې هم ورکوله چې پخپلو تولیداتو کې ولیکلي "په اسرائیل کې تولید شوی".

خو د بایډن حکومت بیا د متحده ایالاتو په پخواني دریځ ولاړ دی چې د فلسطینیانو سره د دوه بیلو دولتونو جوړیدل غواړي او د اسرائیل د صدراعظم بنجامین نیتن یاهو لخوا د یهودانو میشت کیدو لپاره د قبضه شویو سیمو پراخیدو سره مخالفت لري.

XS
SM
MD
LG