د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن د اسرائیل او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو په عادي کېدو ټېنګار وکړ


د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن دوشنبه جون پنځمه (جوزا۱۵) وویل چې د سعودي عربستان او اسرائیل ترمنځ د اړیکو عادي کېدل د واشنګټن لپاره ډېر مهم دي.

انتوني بلینکن د «امریکا-اسرائیل د عامو اړیکو کمېټې» ته، چې د اسرائیل یو ملاتړی لابي ګروپ دی، دا هم وویل چې ایران ته به هېڅکله اجازه ورنکړل شي چې اتومي وسلې ترلاسه کړي.

هغه وویل: «متحده ایالتونه د اسرائیل او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو د عادي‌ کېدو په ترویج کې رښتینې ملي ګټه لري. موږ په دې باور یو او په حقیقت کې کولای شو چې [د اړیکو] په پرمختګ کې مهم رول ولوبو.»

انتوني بلینکن زیاته کړه چې د امریکا اوسنی حکومت د مخکني ولسشمر جوبایډن په مهال د «ابراهم تړون» ته ژمن دی، په هغه تړون کې عرب هېوادونه هڅول شوي دي، چې د اسرائيل له دولت سره رسمي روابط پيل کړي.

سره له دې چې سعودي عربستان اسرائيل ته د تجارتي پروازونه اجازه ورکړې او ورسره یې تماسونه نیولي دي، خو د رسمي‌ اړیکو د پیلولو په اړه یې لا اقدام نه دی کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: «په سیمه کې د اسرائيل نور ګډېدل د سیمې په ثبات، امنیت او سوکالۍ کې مرسته کوي.» نوموړي وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه کېدو لپاره کار کوي او «د سعودي عربستان او اسرائيل ترمنځ د روابطو» د عادي کېدو لپاره د نتیجې ترلاسه کولو په هدف کار کولو ته ژمن دي.

ټاکل شوې چې هغه دا اونۍ د سعودي‌ عربستان ته ولاړ شي او هلته به د خلیج هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرنو سره هم وویني.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان السعود ویلي دي چې له اسرائیلو سره د سعودي روابط به تر هغه عادي نشي، چې د دواړو هېوادونو-اسرائیل او فلسطین- حل موندل شوی نه وي.

نوموړي د بلومبرګ رسنۍ ته ویلي دي: «واقعي عادي روابط او واقعي ثبات فلسطین ته د یو دولت د ورکولو له لارې رامنځ ته کېدای شي.»

خو بلینکن ویلي دي چې د اسرائيل او سعودي ترمنځ د اړیکو د عادي کولو او د دوی د یو ځای کېدو هڅه د «اسرائیلیانو او فلسطینیانو ترمنځ د پرمختګ بدیل نه دی» او نباید په دې قیمت تمام شي.

انتوني بلینکن یو ځل بیا د واشنګټن دا ژمنه تکرار کړه چې ایران ته به اجازه ورنکړل شي اتومي وسلې جوړ کړې.

بلینکن وویل: «د متحدو ایالتونو او اسرائيل روابط د اسرائیل امنیت ته د امریکا د ژمنې په اساس دي. په دې ژمنې خبرې نشي کېدای، دا نه بدلېدونکې ده. که ایران د دپلوماسۍ لاره رد کړه، هاغسې چې ولسمشر بایډن واضح کړي‌، ټول انتخابونه د میز په سر پراته دي چې ډاډ ترلاسه شي ایران اتومي وسلې ترلاسه نکړي.»

XS
SM
MD
LG