د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: د روسیې په مقابل کې د خپلو متحدینو سره دریږو


د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

ټاکل شوې د امریکا جمهور رئیس جوبایډن د چارشنبې په ورځ د جي ۷-هیوادونو او ناټو د غړیو هیوادونو د مشرانو په غونډو کې د ګډون لپاره اروپا ته ولاړ شي.

ښاغلی بایډن به همدارنګه د جون د میاشتې په ۱۶ په ژنیو کې د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره وګوري.

د امریکا جمهور رئېس په یوې مقالې کې چې د شنبې په ورځ د واشنګټن پوسټ په ورځپاڼې کې خپره شوې د چین او روسیې د مخ په ډیریدونکو خطرونو په مقابل کې د "دیموکراتیکو متحدینو" سره د ملاتړ ژمنه کړې.

جو بایډن پدې مقالې کې لیکلي، " اروپایي امنیت ته د روسیې لخوا د متوجه ستونزو په وړاندې په متحدانه توګه دریږو. د امریکا په ارادې کې هیڅ شک نشته چې د خپلو دیموکراتیکو ارزښتونو دفاع ونکړو. مونږ دا ارزښتونه د خپلو ګټو څخه نشو بیلولی."

بایډن زیاته کړې، " جمهور رئیس پوتین پدې پوهیږي چې ناوړه کړنو ته په ځواب ویلو کې به زړه نازړه نشم. کله چې د هغه سره وګورم، د بشري حقونو او حیثیت د دفاع لپاره به د امریکا ، اروپا او عینې نظر لرونکو دیموکراسیو د ژمنو یادونه به ورته وکړم. "

جمهور رئیس بایډن او جمهور رئیس پوتین پداسې حال کې سره ګوري چې د دواړو هیوادونو تر منځ د کمپیوټري غلا د تورونو نه نیولې تر بشري حقونو او په انتخاباتو کې د لاسوهنو د ادعاوو پورې مسائیلو باندې جنجال ډیر شوی.

د ۲۰۲۱ کال د جنوري د میاشتې راپدیخوا چې جو بایډن د امریکا جمهور رئیس شوی، په کرملین یې فشار ډیر کړی. هغه یو ځل پخپلو خبرو کې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د "قاتل" سره پرتله کړ چې مسکو پرې سخت انتقاد وکړ.

خو بل پلو بیا دواړو مشرانو د اړیکو د ښه کیدو هیله مندي څرګندې کړي. ولادمیر پوتین د جمعې په ورځ ویلي چې د جو بایډن سره د خبرو د مثبتې نتیتجې هیله لري.

جو بایډن هم په مقالې کې ویلي چې واشنګټن شخړه نه غواړي او د ستراتیژیکو وسلو د نوي تړون د مودې تمدید یې د روسیې سره د جنجال کمیدو ثبوت بللی.

XS
SM
MD
LG