د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: پوتین ته به ووایم نه دې پرېږدو له بشري حقونو سرغړونه وکړې 


د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

ټاکل شوې چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن بله میاشت د خپل روسي سیال ولاديمیر پوتین سره مخامخ ملاقات وکړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو او روسیې ترمنځ د اړیکو د خرابوالي سره سره د دواړو هېوادونو ولسمشران به په ژنیو کې سره مخامخ وویني، دا به د ولسمشر په توګه له ولادیمیر پوتین سره د ښاغلي‌ بایډن لومړی ملاقات وي.

ښاغلي بایډن د دغه ملاقات په اړه وویل چې واشنګټن به مسکو پرېنږدي چې له بشري حقونو څخه سرغړونه وکړي.

هغه نن یکشنبه مۍ ۲۹ (غبرګولي۹) وویل:« زه به په دوو اونیو کې په ژنیو کې له ولسمشر پوتین سره ووینم او دا به ورته په واضحه ووایم--- موږ به ورته اجازه ورنکړو چې له بشري حقونو څخه سرغړونه وکړي او موږ په دې برخه کې ورسره نه یو ولاړ.»

سپینې ماڼۍ د سه شنبې په ورځ مۍ ۲۵ (غبرګولي۴) په یوې اعلامیې کې وویل ولسمشر بایډن به په برتانیا کې د نړۍ د ۷-سترو اقتصادونو په غونډه کې له ګډون وروسته، په بروګسل کې د ناټو په غونډه کې ګډون کوي‌ او بیا د جون په ۱۶ د روسیې له ولسمشر سره وویني.

کرملین هم په یوې اعلامیې کې ویلي وو چې دواړه مشران به سره وویني او د واشنګټن-مسکو په لیدلوریو، په ستراتیژیکو موضوعاګانو، د کرونا ویروس سره په مبارزې او ځینو نورو مهمو نړیوالو او سیمه ایزو مسایلو به وغږیږي.

د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو څو ورځې مخکې سره ولیدل او د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو د دغه ملاقات په اړه یې خبرې وکړې.

د ولسمشر بایډن په حکومت کې له روسیې سره اړیکې ښه نه دي او امریکا په یو شمیر روسي چارواکو بندیزونه هم لګولي دي.

د امریکا په ټاکنو کې د روسیې د مداخلې ادعاوې، د اوکراین په سرحد کې د روسیې د پوځي حضور زیاتېدل، د روسیې د نیول شوي سیاستوال الکسي نوالني خراب صحي وضعیت ځینې هغه مسایل بلل کیږي چې د دواړو هېوادونو اړیکې یې خرابې کړي دي.

XS
SM
MD
LG