د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن او شولتز د اوکراین په ملاتړ ټینګار وکړ؛ روسیې خبرداری ورکړ 


په سپینه ماڼۍ کې د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن او د جرمني د صدراعظم اولاف شولتز کتنه
په سپینه ماڼۍ کې د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن او د جرمني د صدراعظم اولاف شولتز کتنه

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ مارچ ۳مه (کب ۱۲) په سپینه ماڼۍ کې د جرمني له صدراعظم اولاف شولتز سره وکتل او د روسیې له خبرداري سره سره دواړو مشرانو د اوکراین د ملاتړ په دوام ټینګار وکړ.

ښاغلي بایډن خبریالانو ته په لنډو څرګندونو کې وویل کله چې یې وروستی ځل له شولتز سره کتل، "روسیې خپل ځواکونه په پوله ځای پرځای کول" او زیاته یې کړه چې لویدیځ ژمنه کړې وه ځواب به ورکړي او مونږ "په ګډه دا ژمنه پوره کړه."

ښاغلي شولتز هم وویل، مهمه ده چې اوکراین ته یو پیغام واستوو چې "موږ به تر هغه وخته ملاتړ ته دوام ورکړو چې [جګړه] دوام وکړي او تر هغه چې اړتیا وي."

تر دې غونډې څو ساعته مخکې روسیې لویدیځو هېوادونو په ځانګړې توګه جرمني ته خبرداری ورکړی و، چې اوکراین ته نورې وسلې ورنکړي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل: "دا روښانه ده چې دا [د وسلو ورکول] به جګړه اوږده کړي او د اوکراین د خلکو لپاره به غمجنې پایلې ولري."

خو ددې سره سره متحده ایالاتو د جمعې په ورځ مارچ دریمه (کب ۱۲) د اوکراین لپاره د ۴۰۰ میلیون ډالرو پوځي مرستو یوه بسته اعلان کړه چې په کې د کیف ځواکونو لپاره ډول ډول مهمات شامل دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې وویل: "د پوځي مرستو دغه کڅوړه کې چې د متحده ایالاتو لخوا اوکراین ته چمتو شوي دHIMARS توغندیو لپاره نور مهمات او هویتزرونو شامل دي چې اوکراین یې په مؤثره توګه د ځان د دفاع لپاره وکاروي."

په دې بسته کې همداشان د برادلي زغره والو موټرو لپاره مهمات، د سیندونو څخه د تیریدو لپاره ګرځنده پلونه، د اوکرایني ځواکونو د روزنې لپاره مهمات او تجهیزات شامل دي.

د دې کڅوړې په شمول، متحده ایالاتو تر اوسه له اوکراین سره د ۳۲ میلیارد ډالرو څخه ډیرې پوځي مرستې کړې دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین د پوځي برید امر وکړ، هغه برید چې نه یوازې د نړیوالو له سختو نیوکو سره مخ شو، بلکې لوېدیځو هېوادونو په تېره بیا امریکا اوکراین سره بې ساري پوځي مرستې برابرې کړې چې دا هیواد د دې یرغل په وړاندې د ځان دفاع وکړي.

XS
SM
MD
LG