د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او جرمني مشران له اوکراین څخه د لا زیات ملاتړ لپاره په سپینه ماڼۍ کې خبرې کوي 


GERMANY-POLITICS-G7-SUMMIT
GERMANY-POLITICS-G7-SUMMIT

ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د جمعې په ورځ مارچ دریمه (کب ۱۲) په سپینه ماڼۍ کې د جرمني له صدراعظم اولاف شولتز سره وګوري. له اوکراین څخه د ملاتړ دوام او د نړۍ د امنیتي او اقتصادي مسایلو په اړه د دوه اړخیزو همکاریو دوام د دواړو هېوادونو د مشرانو د بحث له مهمو موضوعاتو څخه دي.

د دواړو هېوادونو مشرانو د تېر کال په فبرورۍ کې د ښاغلي شولتز له ټاکل کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره سره وکتل. امريکا ته د جرمني د صدراعظم سفر په اوکراين د روسيې د پوځي يرغل له لومړۍ کليزې وروسته کېږي.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د اوکراین له حکومت څخه د ملاتړ او د روسیې په وړاندې د هغه هیواد د مقابلې په اړه وویل چې امریکا له خپلو غربي متحدینو سره په همغږۍ د کییف ملاتړ کوي.

ښاغلي کربي وویل، "موږ د جنورۍ په میاشت کې د ګډو اعلامیو له لارې د پیاده جنګي وسایطو او ټانکونو د چمتو کولو په شمول د جګړې په جریان کې له اوکراین سره خپل ملاتړ له نږدې همغږي کړی دی."

ددې امریکايي مقام په وینا جرمني له اوکراین سره د پټریوټ توغندیو په ګډون د پام وړ هوايي دفاعي مرسته کړې ده.

کربي وویل چې د اوکراین د لا زیات ملاتړ بحث د دواړو هېوادونو د مشرانو د غونډې د اجنډا په سر کې دی. هغه همداشان وویل چې متحده ایالات به د جمعې په ورځ وروسته له اوکرایین سره د نظامي مرستې یوه نوې بسته اعلان کړي.

شولتز امریکا ته تر خپل سفر مخکې د پنجشنبې په ورځ د جرمني پارلمان ته د وینا پر مهال پر چین غږ وکړ چې له خپل نفوذ څخه کار واخلي او روسیه دې ته وهڅوي چې له اوکراین څخه خپل ځواکونه وباسي. د جرمني صدراعظم همدا راز له چین څخه وغوښتل چې روسیې ته نورې وسلې برابرې نکړي.

د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاند همداشان ویلي چې امریکا روسیې ته د چنیایي وسلو د ورکولو په اړه له چین سره په خصوصي او عامه توګه خبرې کړې دي.

کربي مسکو ته د بیجینګ له خوا د وسلو برابرولو ته په اشارې سره وویل: "موږ باور لرو چې دا کار په ښه توګه د چین ګټې نه تامینوي."

مخکې له دې چې شولتز له برلین څخه واشنګټن ډي سي ته ولاړ شي، له هغه وپوښتل شول چې ولې غواړي متحده ایالاتو ته سفر وکړي پداسې حال کې چې هغه د ویډیو کنفرانس له لارې د متحده ایالاتو له ولسمشر سره ورته خبرې کولی شي.

شولتز په ځواب کې وویل چې د جرمني او متحده ایالاتو مشران معمولا د تلیفون له لارې خبرې کوي، خو مخامخ لیدنه "زموږ د اړیکو د کیفیت یوه برخه ده." د جرمني صدراعظم دا هم وویل چې هغه مخامخ ملاقات ته په داسې نړۍ کې د اړتیا په سترګه ګوري چې "زیات مسایل خورا پیچلي شوي دي."

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه پر اوکراین د پوځي برید امر وکړ، هغه برید چې نه یوازې د نړیوالو له سختو نیوکو سره مخ شو، بلکې لوېدیځو هېوادونو په تېره بیا امریکا اوکراین سره بې ساري پوځي مرستې برابرې کړې چې دا هیواد د دې یرغل په وړاندې د ځان دفاع وکړي.

پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل له پیل راهیسې د دغه هېواد متحدینو له کییف سره د وسلو مرسته کړې او د نورو وسلو د لېږلو ژمنه یې کړې ده. خو کیف ویره لري چې د روسیې د نویو بریدونو په وړاندې د دفاع لپاره د حیاتي وسلو اکمالات ښایي ورو وي.

په دې راپور کې د معلوماتو یوه برخه له رویټرز، اسوشیټیډ پریس او فرانس پریس څخه اخیستل شوې

XS
SM
MD
LG