د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: نه پرېږدو چې روسیه د انرژۍ بندولو له لارې په اروپا فشار راوړي


د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن وايي چې اجازه به ورنکړي روسیه «د ګازو د باجګیرۍ» له لارې په اروپايي متحدینو یې فشار راوړي او په مسکو باندې لګول شوي بندیزونه کمزوري کړي.

نوموړي نن پنجنشبه اپریل ۲۸ (غوايي اتمه) په واشنګټن کې وویل: «موږ به هغوی [روسیه] ته اجازه ورنکړو چې د نفتو او ګازو څخه په ګټې اخیستلو سره د خپل یرغل له عواقبو وتښتي.»

ښاغلي بایډن دا څرګندونې د روسیې له لوري په پولنډ او بلغاریا باندې د ګازو د صادراتو له بندولو یوه ورځ وروسته وکړې. دا دواړه هېوادونه د ناټو او اروپايي ټولنې غړي دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وايي چې روسیه غواړي په دې کار سره خپله پښه په تېشه ووهي. نوموړي د امریکا د استازو خونې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل چې مسکو له هغوو عوایدو څخه ځان محروموي چې د ګازو له لارې یې ترلاسه کوي.

ښاغلي بلینکن وویل چې امریکا اروپا ته یې د ګازو انتقال پیل کړی دی چې هلته د انرژۍ د کموالي ستونزه حل شي.

بلخوا په جرمني باندې انتقادونه زیات شوي چې د روسیې په ګازو ډېره اتکا لري او له همدې کبله یې مسکو نور هم زړور کړی دی. سره له دې چې اروپايي هېوادونو ځینې اقدامات کړي چې د ګازو له پلوه په روسیې باندې ډېر تکیه نه وي، خو په د دغو هېوادونو کې دننه ځینو مشرانو په دې اړه له احتیاط څخه کار اخیستی دی.

د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین تېره میاشت ویلي وو چې د روسیې «نا دوست» هېوادونه باید د ګازو بیه په روسي «روبل» پرې کړي. د کرملین ویاند دمیتري پسکوف ویلي چې د ګازو د صادراتو د بندولو علت هم دا دی چې اړوندو هېوادونو یې بیه په «روبل» نه پرې کوي. مخکې دغو هېوادونو به یورو او ډالرو دا ګاز پیرل.

اروپايي هېوادونه چې خپل ۴۰ سلنه ګاز له روسیې څخه انتقالوي لا هم په روسیې باندې متکي‌ دي. دا هېوادونه سره له دې چې په روسیې باندې د کلکو اقتصادي‌ بندیزونه پلوي دي خو وايي‌ دا کار باید د دې لامل نشي‌ چې له روسیې څخه اروپا ته د ګازو انتقال بند شي.

XS
SM
MD
LG