د لاس رسي وړ اتصالات

پر اوکراین د روسیې یرغل؛ څه د پاسه ۴.۱ میلیون اوکراینیان مهاجر شوی 


د ملګرو ملتونو شمیرې ښيي چې پر اوکراین باندې د روسیې د پوځ د فبرورۍ د ۲۴ یرغل راهیسې څه دپاسه ۴.۱ میلیون اوکراینیان د هیواد پريښولو ته اړ شوي او په ګاونډیو هیوادونو کې یې پناه اخیستې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیسنرۍ د شنبې په ورځ اپریل دوهمه (وري ۱۳) وویل چې څلور میلیونه ۱۳۷۸۴۲ اوکراینیان د پنځو اونیو په ترڅ کې د جګړې په وجه له هیواد څخه وتلي دي.

د رپوټونو له مخې د اوکرایني مهاجرو ۹۰ فیصده ښځې او ماشومان دي، د ۱۸ څخه تر ۶۰ کالو عمر لرونکي اوکراینیان چې د پوځي خدمت وړتیا لري په هیواد کې پاته دي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان آی او ایم وایي د اوکرایني مهاجرو سربیره نژدې ۲۰۵ زره بهرنیان چې په اوکراین کې یې ژوند، کار او یا زده کړې کولې هم ددې هیواد نه وتلي دي.

د آی او ایم د معلوماتو په اساس نژدې ۶.۴۸ میلیون اوکراینیان دننه په هیواد کې د خپلو مینو څخه بې ځایه شوي دي چې پدې توګه د اوکراین ۱۰ میلیون یا ددې هیواد د نفوس څلورمه برخه د جګړې په وجه اغیزمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق تیره اونۍ وویل چې د اوکراین د ۷.۵ میلیون ماشومانو له جملې څخه نیمایي یې بیځایه شوي او دوه نیم میلیون ماشومان د هیواد نه وتلي دي.

د ملګرو ملتونو په وینا د هرو لسو اوکرایني مهاجرو له ډلې څخه نژدې شپږ تنه یې په پولنډ کې اوسیږي چې اوس دوه میلیونه او ۴۰۵۷۰۳ تنه اوکراینیان په پولنډ کې دي.

د پولنډ وروسته زیات شمیر اوکرایني مهاجر رومانیا ته تللي چې شمیر یې ۶۲۹۹۱۷ تنو ته رسیږي.

همداشان په مولداوا کې ۳۹۱ زره، په هنګري کې ۳۷۹۹۸۸ تنه، په روسیه کې ۳۵۰۶۳۲، په سلواکیا کې ۲۹۴۸۸۵، او په بیلاروس کې ۱۲۷۴۶ تنه اوکرایني مهاجر اوسیږي.

XS
SM
MD
LG