د لاس رسي وړ اتصالات

اروپایي ټولنه په روسیې باندې د نویو بندیزونو لپاره بیړنۍ غونډه کوي  


په بوچا ښارګوټي کې یو ډله ییز قبر
په بوچا ښارګوټي کې یو ډله ییز قبر

اروپایي ټولنې د دوشنبې په ورځ اپریل څلورمه (وري ۱۵) په اوکراین کې رامنځته شوې «بیرحمۍ» وغندلې او وویل چې په مسکو باندې د نویو بندیزونو د لګولو لپاره بیړنۍ غونډه کوي.

دا پداسې حال کې دي چې د اوکراین جمهور رئیس ولادیمیر زیلینسکي د هغه هیواد په لارو کوڅو کې د وژل شویو اوکراینیانو د جسدونو د پیدا کیدو په غبرګون کې ویلي چې دا "په حقیقت کې ډله ایزه وژنه ده".

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوسیپ بوریل وویل چې اروپایي ټولنه به د یوې بیړنۍ اړتیا په توګه پر روسیې باندې د نویو بندیزونو په هکله بحث وکړي.

ښاغلي بوریل د اروپایي ټولنې په استازیتوب په یوه اعلامیه کې ویلي چې: «مونږ د ټولې نړۍ لپاره په دغو غمګینو شیبو کې په بشپړه پیوستون سره د اوکراین او د اوکراین له خلکو سره ولاړ یو.»

د اروپایي ټولنې په اعلامیه کې چې ښاغلي بوریل خپره کړې ویل شوي چې اروپایي ټولنه «په سختو ممکنو الفاظو سره هغه بیرحمي غندي» چې د بوچا ښارګوټي په ګډون د اوکراین په هغو ښارګوټو کې رپوټ شوي چې روسي ځواکونو نیولي وو.

ښاغلي بوریل ویلي: «د بوچا په ښارګوټي او نورو اوکرایني ښارګوټو کې ډله ییزې وژنې به د هغو بیرحمیو په لیست کې ولیکل شي چې د اروپا په خاوره کې ترسره شوي.» هغه زیاته کړې چې «روسي مقامات ددغه قساوت او بیرحمۍ مسول دي چې په هغه وخت کې شوي چې دوی په بشپړه توګه پدې سمې کنترول درلود.

د اوکراین پلازمینې کیف ښار ته څیرمه د بوچا په ښارګوټي کې روسي ځواکونه له سخت مقاومت سره مخامخ شول او بېرته په شاه شول. په سیمه کې چارواکي وايي چې په یو ډله ایز قبر کې د ولسي خلکو شاوخوا ۳۰۰ مړي موندل شوي چې لاسونه یې تړلي دي.

د روسیې د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی په بوچا کې ملکیان ندي وژلي او ادعا یې کړې چې هغه مړي چې په وبدیو او عکسونو کې ښودل شوي دا «اوس یوه بله لمسونه ده» چې لویدیځ په لاره اچولې ده.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین هم د یکشنبې په ورځ اپریل دریمه (وري۱۴) روسیه سخته وغندله او په اوکراین کې یې په جنګي جرمونو تورنه کړله.

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر یوشیماسا هیاشي چې د پولنډ په لیدنه بوخت دی د دوشنبې په ورځ په بوچا ښارګوټي کې رامنځته شوی تاوتریخوالی «استثنایي بیرحمي» وګڼله او هغه یې سخته وغندله.

XS
SM
MD
LG