د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن، زیلینسکي ته: د اوکراین زړورتیا د نړۍ لپاره یو مثال دی


د متحده یاالاتو ولسمشر جو بایډن د اوکراین د ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره په کتنه کې
د متحده یاالاتو ولسمشر جو بایډن د اوکراین د ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره په کتنه کې

د متحده یاالاتو ولسمشر جو بایډن د چهارشنبې په ورځ جولای ۱۲ (چنګاښ ۲۱) د اوکراین د ولسمشر ولادمیر زیلینسکي سره په کتنه کې د اوکراین د خلکو زړورتیا وستایله.

بایډن د شمالي اتلانتیک د تړون (ناټو) د سرمشریزې په څنډه کې زیلینسکي ته وویل: "کله چې د رښتیني زړورتیا بحث مطرح کیږي، تاسې ټولې نړۍ ته یو مثال یاست...تاسې د باور وړ یاست."

ولسمشر بایډن وویل چې د روسیې پوځي ځواکونو د اوکراین په لویو برخو د ویجاړونکي پوځي برید په کولو سره چې تیر کال پیل شو، د "۱۴څوارلسمې پیړۍ" په څیر عمل کوي.

زیلینسکي په ویلنیوس کې د ناټو په غونډه کې اوکراین ته د ناټو د امنیتي تضمینونو د هرکلي په ترڅ کې یو څه مایوسي څرګنده کړه او وویل: "د اوکراین لپاره تر ټولو ښه تضمین له ناټو سره یوځای کیدل دي."

بایډن زیلینسکي ته وویل: "خو زه تاسو سره ژمنه کوم: متحده ایالات به هر هغه څه وکړي چې په توان کې یې لري تر څو په ممکنه چټکۍ سره وکړای شو هغه څه چې تاسو ورته اړتیا لرئ برابر کړو."

اعضای گروه جی۷ - بریتانیا، کانادا، فرانسه، آلمان، ایتالیا، جاپان، ایالات متحده با نشر بیانیۀ مشترک در حاشیۀ نشست ناتو تعهد کرده اند تا برای شکست تهاجم روسیه و جلوگیری از هر گونه حمله در آینده، تسلیحات به اوکراین فرستاده و این کشور را حمایت کنند.

د جي-۷ ډلې غړو - بریتانیې، کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان او متحده ایالاتو - د ناټو د غونډې په څنډه کې د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره ژمنه وکړه چې د روسیې د یرغل د ماتولو او په راتلونکې کې د هر ډول بریدونو د مخنیوي لپاره اړکراین ته وسلې واستوي او ددې هیواد ملاتړ وکړي.

د اوکرایین ولسمشر له امریکا مننه وکړه او زیاته یې کړه: "له تاسو څخه مننه چې دا ټول وخت له موږ سره یاست، تاسو، ټول امریکایان، [د متحده ایالاتو] کانګرس د جګړې له لومړیو ورځو راهیسې زموږ تر څنګ ولاړ یاست. پدې خاطر خړرا قدرداني کوو."

د امریکا متحده ایالات په دې باور دي چې اوکراین نشي کولای د جګړې پر مهال د ناټو غړی شي، ځکه چې د امریکايي مقاماتو په وینا، د ناټو د منشور د پنځمې مادې پر بنسټ دا کار کول به د روسیې پر وړاندې په جګړه کې ددې تړون د ښکیل کیدو سبب شي.

د ناټو د منشور د پنځمې مادې له مخې، د دغه ايتلاف پر يو غړي بريد د دې ايتلاف پر ټولو غړو بريد ګڼل کېږي او ټوليز غبرګون ته اړتيا لري.

XS
SM
MD
LG