د لاس رسي وړ اتصالات

ستولتنبرګ:‌ د ناټو غونډه به یو ځل بیا دې تړون سره د اوکراین په پیوستن ټینګار وکړي 


د ناټو عمومي منشي سټولټنبرګ او د اوکراین ولسمشر زیلینسکي
د ناټو عمومي منشي سټولټنبرګ او د اوکراین ولسمشر زیلینسکي

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د جمعې په ورځ جولای اوومه (چنګاښ ۱۶) وویل، د دغه پوځي تړون مشران به د راتلونکې اوونۍ په غونډه کې چې په لیتوانیا کې جوړېږي، پر خپلې پخوانۍ ژمنې ټینګار وکړي چې اوکراین به په راتلونکې کې ددغه اتحاد سره یوځای شي.

ښاغلي ستولتنبرګ وویل: "تمه لرم چې ټول مشران به یو ځل بیا ټینګار وکړي چې اوکراین به د ناټو غړی شي او پدې به متحد شي چې څنګه اوکراین خپل هدف ته نږدې کړي."

ټاکل شوې د ناټو د مشرانو دوه ورځنۍ غونډه د جولای په ۱۱مه او ۱۲مه د لیتوانیا په پلازمېنه ویلنیوس کې جوړه شي.


یوه ورځ وړاندې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له ناټو وغوښتل چې په لیتوانیا کې د دې سازمان په سرمشریزه کې د کیف غوښتنه ګړندۍ تعقیب کړي.

زیلینسکي وویل: "د لیتوانیا په غونډه کې موږ یو قوي او روښانه اشاره غواړو چې اوکراین کولی شي او حق لري چې له جګړې وروسته د ناټو مساوي غړیتوب ترلاسه کړي."

د شمالي اتلانتیک په تړون کې د اوکراین د شاملیدو په اړه د سټولټنبرګ او زیلینسکي څرګندونې درې اونۍ وروسته له هغه بیان شوي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د روان کال د جون په ۱۷ مه وویل چې امریکا به له اوکراین سره په ځانګړې توګه په تعامل کې ښکیل نه شي چې دا هیواد د ناټو سره یوځای شي.


بایډن د جون په نیمایي کې واشنګټن ډي سي ته نږدې خبریالانو ته وویل: "دوی [اوکرایني مقامات] باید ورته معیارونه ولري. نو موږ دا کار نه اسانه کوو."

د ولسمشر بایډن له دغو څرګندونو یوه ورځ مخکې سټولټنبرګ د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې وویل چې د دغه پوځي اتحاد مشران په پام کې لري چې په سمبولیک اقدام کې د لیتوانیا پلازمینه ویلنیوس کې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر سره د ناټو- اوکراین د شورا لومړۍ غونډه وکړي.

ستولتنبرګ دا هم وویل چې په لیتوانیا کې د ناټو د مشرانو غونډه به کیف ته د امنیتي مسلو په اړه د بحث او پریکړې کولو لپاره یو مساوي څوکۍ ورکړي.


د ناټو عمومي منشي زیاته کړه چې دا پوځي تړون به په لیتوانیا کې د ناټو د مشرانو په غونډه کې له اوکراین سره خپلې سیاسي اړیکې پیاوړې کړي، خو په دې پوځي تړون کې به د کیف پر غړیتوب خبرې ونه شي.

په ختیځه اروپا کې د ناتو غړو هیوادونو د اوکراین د غړیتوب لپاره د یوې غوره لارې په نقشې باندې کار کړی، خو د اناټو تړون لوی نظامي متحدین لکه متحده ایالات او جرمني، د ۲۰۱۴ کال د یوې مبهم ژمنې څخه چې اوکراین به یوه ورځ له ناټو سره یوځای شي هاخوا تللو ته ډیر لیواله ندي.

په اوکراین د روسیې له پوځي یرغل وروسته، چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴ مه پیل شو، د ناټو غړو هېوادونو اوکراین ته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پوځي وسلې ورکړې او دا لړۍ لا هم روانه ده.

خو د ناټو ځینې غړي اندېښمن دي چې که اوکراین له دغه پوځي تړون سره یو ځای شي، دا وضعیت ښايي د شمالي اتلانتیک تړون له روسیې سره مخامخ جګړې ته داخل شي.

فنلنډ د ۲۰۲۳ کال د اپریل په څلورمه د ناټو رسمي غړیتوب ترلاسه کړ او د دغه پوځي تړون ۳۱م غړی شو. خو سویډن تر اوسه د هنګري او په ځانګړې توګه د ترکیې د مخالفت له امله چې د ناټو غړي دي په دې تړون کې لا ندی شامل شوی. ترکیې پر سویډن تور پورې کړی چې هغو افراطیانو ته پناه ورکوي چې د انقرې لخوا ترهګر ګڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG