د لاس رسي وړ اتصالات

سټولټنبرګ: پوتین غوښتل ناټو کوچنۍ کړي خو اوس د لویې ناټو سره مخ دی


د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د دغه تړون روانه سرمشریزه ځکه تاریخي وبلله چې ترکیې په ناټو کې د سویډن د غړیتوب له مخالفت څخه لاس واخیست.

د لیتوانیا په پایتخت ویلنیوس کې دا دوه ورځنۍ غونډه د سه شنبې په ورځ جولای ۱۱ (چنګاښ ۲۰) پیل شوه.

سټولټنبرګ د غونډې په پیل کې وویل چې دا پرمختګ څرګندوي چې د اوکراین په وړاندې د ولسمشر پوتین جګړه یوه لویه ستراتیژیکه تیروتنه وه.

نوموړي وویل: "هغه په بشپړ ډول اوکراینیان له پامه وغورځول، هغه د ناټو تړون یووالی له پامه وغورځاوه، خو هغه همدارنګه د سویډن او فنلنډ په شان هیوادونو سیاسي عواقبو ته پام ونکړ."

د سټولټنبرګ په ونیا، پوتین "جګړه پیل کړه ځکه وړه ناټو یې غوښته، هغه اوس د سترې ناټو سره مخ دی."

په ناټو کې د سویډن له غړیتوب سره د د ترکیې د مخالفت د پای اعلان وروسته له هغه وشو چې د ناټو عمومي منشي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د سویډن صدراعظم اولف کریسترسن د دوشنبې په ورځ په لیتوانیا کې سره وکتل.

کریسترسن تر دغې کتنې وروسته وویل: "په دې مشترکه بیانیه کې موږ همدارنګه په ناټو کې د سویډن د غړیتوب د رسمي تصویب په برخه کې ستر ګام اوچتوو. بناً دا د سویډن لپاره یوه ښه ورځ ده."

بلخوا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د لیوانیا له ولسمشر سره په لیدنه کې د ناټو د ختیځې برخي د پیاوړي کیدو په موخه ددې غونډې پر ارزښت چې په وینا یې تاثیر یې هره ورځ احساسیږي، ټینګار وکړ.

بایډن وویل چې په راتلونکو ورځو کې د ناټو د ختیځې برخې د پیاوړتیا دپاره د خپلو دفاعي وړتیاوو د لا پیاوړي کولو او پرمختګ په اړه بحثونه کوي.

بایډن زیاته کړه: "موږ به دا کار په هغه ځای کې وکړو چیرې چې دا هڅې واقعاً هره ورځ ارزښت لري. موږ به همدارنګه د اوکراین له خلکو څخه په خپل ملاتړ بحث وکړو."

بایډن د سې شنبې په ورځ ناوخته د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل او په ترڅ کې یې له سویډن څخه د ترکیې د ملاتړ هرکلی وکړ.

د ناټو له دوه ورځنۍ غونډې وروسته به ولسمشر بایډن د فنلنډ پلازمینې هلسنکي ته ځي او هلته به د فنلنډ، سویډن، ناروې، ایسلنډ او ډنمارک له مشرانو سره ګوري.

کله چې سویډن له ناتو سره یوځای شي، د اروپا د شمال ټول دغه پنځه هیوادونه به د ناټو د پوځي تړون غړي شي.

XS
SM
MD
LG