د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د جګړې له کبله په سودان باندې د نویو بندیزونو لګولو ګواښ وکړ


د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن
د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن نن پنجشنبه مۍ څلورمه (غوايي ۱۴) وویل چې «باید» په سودان کې روانه جګړه «بنده» شي.

په سودان کې له شاوخوا ۲۰ ورځو راهېسې د پوځ د مشر عبدالفتاح البرهان او د هغه د مخکني مرستیال محمد حمدان داګلو د چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده، ولسمشر بایډن په دغې جګړې کې په دخیلو افرادو باندې د بندیزونو د لګولو ګواښ وکړ.

هغه نن یو اجرايي فرمان لاسلیک کړ چې د جګړې په دخیلو افرادو باندې د بندیزونو لګولو صلاحیت زیاتوي. ولسمشر بایډن په یوې اعلامیې کې وویل چې بندیزونه به په هغو افرادو ولګول شي چې «د سودان سولې، امنیت او ثبات ته د ګواښ مسئول دي، د سودان دموکراتیک انتقال کمزوری کوي، له ولسي خلکو سره تشدد کوي او یا د بشري حقونو څخه یو لړ سرغړونې» کوي.

هغه په مشخص ډول د چا نوم وانخیست او زیاته کړه چې «په سودان کې روان تاوتریخوالی غمیزه ده-- او ملکي حکومت او دموکراسۍ ته د انتقال لپاره د سودان د خلکو د غوښتنې سره خیانت دی او باید ودرول» شي.

ټاکل شوې چې د دخیلو غاړو ترمنځ نوی اوربند پیل شي، پوځ وايي چې د اوربند بل اووه ورځني بهیر عملي کولو ته پابند دي، خو د چټک ملاتړ ځواک لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

عیني شاهدانو په مرکز خرطوم کې د چاودنو او ډزو راپورونه ورکړي دي.‌ په مرکز کې شاوخوا پنځه میلیون خلک ژوند کوي.

د چټک ملاتړ ځواکونه تورن شوي چې په خرطوم کې د هند په سفارت باندې برید کړی، خو فرانس پرس وايي چې دغه دپلوماتیک ماموریت لا دا خبر تائید کړی نه دی.

د راپورونو په اساس، د جګړې له پیل راهېسې شاوخوا ۷۰۰ کسان وژل شوي دي چې اکثریت یې په خرطوم او دارفور کې دي.

ملګري ملتونه وايي چې د جګړې له پیل راپدېخوا څه باندې ۱۰۰زره کسان له سودان څخه تښتېدلي دي. دا سازمان وايي د اکتوبر تر میاشتې پورې د څه باندې ۸۰۰زره خلکو سره د مرستو لپاره ۴۴۵ میلیون ډالر ته ضرورت لري.

تېره ورځ د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش ومنله چې نړیواله ټولنې ونشوه کولای سودان له داخلي جګړې څخه را وګرځوي. هغه زیاته کړه چې دا هېواد د نورو جګړو توان نلري.

په همدې حال کې عرب لیګ استازي د یکشنبې په ورځ د سودان د وضعیت ارزولو په اړه غونده کوي.

په ۲۰۱۹ کال کې د عمر البشیر د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته، نړیواله ټولنه هلې ځلې کوي چې ملکي او پوځي اړخ د خبرو میز ته کینوي. د سودان د پوځ په لیکو کې د چټک ملاتړ ځواکونو د یو ځای کېدو د هڅو په ترڅ کې دا وروستۍ نښتې پیل شوې دي.

اکثریت هېوادونو خپل اتباع او دپلوماتیک ماموریتونه له سودان څخه واېستل او دا بهیر لا هم روان دی.

XS
SM
MD
LG