د لاس رسي وړ اتصالات

ګوتیرش: د سودان د جګړې اور ښايي ټولې سیمې ته وغځیږي


د سودان په پایتخت خرطوم کې د دوو سیالو جنرالانو د وفادارو ځواکونو تر منځ د تیرو لسو ورځو په جګړو کې د ۴۲۷ کسانو د وژل کېدو او شاوخوا ۴۰۰۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د سودان په پایتخت خرطوم کې د دوو سیالو جنرالانو د وفادارو ځواکونو تر منځ د تیرو لسو ورځو په جګړو کې د ۴۲۷ کسانو د وژل کېدو او شاوخوا ۴۰۰۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په سودان کې د روانې جګړې "اور ښايي ټولې سیمې او ور هاخوا ته وغځیږي."

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش د دوشنبې په ورځ اپریل ۲۴ (غوايي څلورمه) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوې غونډې ته وویل چې په سودان کې وضعیت "د لا خرابیدو په حال کې دی."

د دوو سیالو جنرالانو د وفادارو ځواکونو تر منځ د تیرو لسو ورځو په جګړو کې د ۴۲۷ کسانو د وژل کېدو او شاوخوا ۴۰۰۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

ګوتیرش وویل: "تاوتریخوالی باید بند شي. دا په سودان کې د یوې ویجاړونکي ګډوډۍ خطر لري چې کولی شي ټولې سیمې او ور هاخوا ته زیان ورسوي."

سودان کې بند پاتې امریکایان

په داسې حال کې چې ډیرو هېوادونو له سودان څخه د خپلو زیاتره اتباعو د ایستلو خبر ورکړی، یو شمېر هغو امریکایانو ته چې په جګړه اخته شوي افریقايي هېواد کې بند پاتې دي، ویل شوي چې ځانونه خوندي کړي او د امریکا رسمي مخابراتي خدمات وڅاري.

د امریکايي او نورو هېوادونو د دپلوماتانو تر خوندي ایستلو څو ساعته وروسته، د سودان د چټک ملاتړ ځواکونو او د هغوی د قوماندان محمد حمدان دقلو، داسې انځورنه خپاره شول چې نوموړی پکې د جمهوري ریاست ماڼۍ ترڅنګ ښکاري. امریکا غږ دا انځورنه په مستقله توګه نه تایدوي، خو د چټک ملاتړ ځواکونو، او سودانې پوځیانو ترمنځ د شدیدې جګړې راپورونه ورکړل شویدي.

په پلازمېنه خرطوم کې د استوګنې د سيمو په ګډون په مختلفو ځایونو کې د پوځ او ملېشو ترمنځ سختو نښتو د ټولو بهرنیو اتباعو د ایستلو چاره له ستونزې سره مخامخ کړې ده.

متقاعد ډګروال سټیف ګینيارډ د اې بي سي تلویزیون ته وویل چې امریکا اوس د هغو زرګونو امریکایانو سره د کمک لارې چارې لټوي چې په سودان کې پاتې دي.

نوموړي زیاته کړه: "پنټاګون تیره شپه وویل چې دوی به ممکن د خرطوم او سودان بندر ترمنځ د یوې خوندي لارې په جوړولو غور وکړي، او احتمالا د ډرون په وسیله به د امریکا سمندري ځواک وکړای شي چې د سمندر له لارې خلک وباسي."

د امریکا دموکرات سناتور مارک وارنر وویل چې په سودان کې پاتې امریکایان اکثریت سوداني الاصله ملکیان دي چې په مرستندویه ماموریت بوخت دي. نوموړي زیاته کړه: "پوهیږم موږ د ډیرو نړیوالو ملګرو سره همکاري لرو، خو پدې قضیه کې د منځني ختیځ له شریکانو او حتی وایم د چین او اروپایانو سره باید کار وشي چې ورته وویل شي د دغو مرستندویه مامورینو د خوندي وتلو لپاره یوه لاره پيدا کړي."

څیړونکې ربیکا همیلټن امریکا غږ ته وویل، نړۍ باید د سودان د ولس په خاطر د یو بېړني اوربند لپاره کار وکړي. د هغې په خبره: "هغه څه چې سودان ورته اړتیا لري او څه چې د اوږدې مودې راهیسې د سودان ولس له موږ غواړي، د سولې یوه هراړخیزه پروسه ده چې ممکن ستونزمنه، بی نظمه وي او ډيره موده ونیسي، خو د یوې باثباته ولسواکۍ لپاره پدې ارزي چې کار ورته وشي."

د بریتانیې صدراعظم ریشي سوناک د یکشنبې په ورځ په ټویټر ولیکل چې بریتانوي دپلوماتان له سودان څخه خوندي ووتل.

د یکشنبې په ورځ په واتیکان کې هم د کاتولیک عیسویانو روحاني مشر پاپ فرانسیس له راغونډو شویو خلکو وغوښتل چې د سودان ولس ته دعا وکړي. پاپ وویل: "زه یوځل بیا دعا کوم چې دا شخړه هرڅه ژر چې ممکن وي پای ته ورسېږي او د مذاکرو د بیا پیلیدو زمینه برابره شي."

د خوراک نړیوال پروګرام وایي پدې وروستیو ورځو کې په سودان کې د پام وړ شمېر ماشومان هم د هغو کډوالو په منځ کې دي چې له جګړو تښتي.

XS
SM
MD
LG