د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري‌ ملتونه: د جګړو له کبله ښايي ۸۰۰ زره سودانیان خپل هېواد پرېږدي


په جګړې کې د ښکېلو خواوو تر منځ د اوربند له اعلان سره سره د دوشنبې په ورځ په پایتخت خرطوم کې جګړه روانه وه.
په جګړې کې د ښکېلو خواوو تر منځ د اوربند له اعلان سره سره د دوشنبې په ورځ په پایتخت خرطوم کې جګړه روانه وه.

د سودان په مرکز خرطوم کې په داسې حال کې د دوشنبې په ورځ مۍ لومړۍ (غوايي ۱۱) د تازه نښتو راپورونه خپاره شوي چې ددغه هېواد دوو سیالو پوځي ډلو یوه ورځ وړاندې ژمنه وکړه چې د ۷۲ ساعتونو دپاره د اوربند موده غځوي.

په داسې حال کې چې په زرګونو سوداني اتباع او د موسسو او سفارتونو بهرني کارکوونکي له دغه هېواد څخه تښېدلي دي، ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د ناارامیو د دوام په صورت کې ښايي ۸۰۰ زره نور سودانیان خپل هېواد پرېږدي.

په سودان کې دا تاوتریخوالی د تیرې میاشتې راهیسې د پوځ د مشر عبدالفتاح البرهان او د هغه د مرستیال محمد حمدان دقلو ترمنځ چې د چټک ملاتړ ملېشو قومندان دی، روان دی. د دواړو سیالیو پوځي مشرانو د وفادارو ځواکونو تر منځ په سختو نښتو کې تراوسه د لږترلږه ۵۰۰ کسانو د وژل کېدو او ۵۰۰۰ کسانو د زخمي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

په سودان کې د ۷۲ نورو ساعتونو لپاره د اوربند د مودې غځولو پرېکړه د نړیوال فشار وروسته شوې ترڅو د جګړې له سیمو د ملکي خلکو وتلو او مرستو رسولو زمینه برابره شي.

پدې جریان کې د امریکا د سمندري ځواکونو یوه کښتۍ چې د ۱۰۵ امریکایانو په ګډون یې ۳۰۸ کسان لېږدول، نن دوشنبې د سودان له ساحل څخه د سعودي عربستان جدې بندر ته ورسیده.

په عین وخت کې، د یکشنبې په ورځ په جنګ کې د ایسارو سودانیانو دپاره د بیړنیو مرستو لومړنۍ جوپه ددغه هېواد بندر ته ورسېده.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې غړي پاټریک یوسف پدې اړه وویل: "زه هیله من یم چې دا به د ډیرو نورو مرستو پیل وي. دا به د هغو روغتونونو لپاره ډیره اړینه وي چې د زرګونو خلکو خدمت کوي او د روغتون په دروازو کې د طبي مرستو لپاره په تمه دي."

د دې جګړې له امله د ۶۰۰ زرو نه زیاتو سوداني ماشومانو ژوند هم د خطر سره مخامخ بلل شوی دی.

په سودان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) د ساحوي عملیاتو مسؤله جیل لالر خبرداری ورکوي چې دغه ماشومان د جګړې له پېلیدو مخکې په خوارځواکۍ اخته وو.

هغې وویل: "ددغه بحران رامنځ ته کیدلو مخکې، تر ۱۵ میلیونه خلکو بیړنیو مرستو ته اړتیا لرله او پدې کې اته میلیونه يی ماشومان وو. خو په هوایي بمباردونو، په تاسیساتو او د اوبو په زیرمو او بندونو بریدونو، او د اړینو واکسینونو د منځه تللو له کبله به دا شمیر اوس نورهم زیات شي."

ډير شمېر داخلي بې ځایه شوي سودانیان هم بېړنیو مرستو او لاسنیوي ته سترګې په لار دي. ځايي سودانیان وايي تر خپلې وسې له بې ځایه شویو سره مرسته کوي.

د مصر سرحد ته نژدې د سودان د وادي حلفا ښار اوسیدونکې نعمت جبل سعید حسن بې ځایه شویو اړمنو خلکو ته ډوډۍ پخوي. دا مېرمن وايي: "زمونږ د کور دروازه د ټولو پرمخ پرانستې ده. مونږ هرهغه میلمه ته هرکلی وایو چې دلته راځي. زمونږ یوازنۍ هیله داده چې که خدای دا جګړې بندې کړي او دواړه اړخونه د شخړې په حل موافقه وکړي."

د ملګروملتونو د یو تخمین له مخې، د پایتخت خرطوم، دارفور او څو نورو سیمو کې لږترلږه ۷۵ زره خلک د جګړو له امله بی ځایه شوي دي.

XS
SM
MD
LG