د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن د سپټمبر ۱۱ مه په پنټاګان کې لمانځي


ټاکل شوې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن یکشنبه د سپټمبر د ۱۱ مې بریدونو د کالیزې په مناسب په پنټاګان کې د ګلونو ګیډۍ کښیږدي او وینا هم وکړي.

په متحده ایالاتو کې یکشنبه سپټمبر ۱۱ (وږي ۲۰) د هغو ترهګریزو بریدونو یادوونه کیږي چې د الوتکو تښتوونکو په ۲۰۰۱ کال کې په نیو یارک کې په نړیوال سوداګریز مرکز، د دفاع وزارت (پنټاګان) په ودانۍ او د پنسلوانیا په ایالت کې درې مسافر وړونکې الوتکې وجنګولې.

دغه بریدونه چې د القاعده شبکې کړي، نږدې ۳۰۰ کسان پکې ووژل شول.

د بریدونو څخه وروسته امریکا او متحدینو یې په افغانستان یرغل وکړ او د طالبانو حکومت یې ړنګ کړ.

د جمهور رئیس جو بایډن تر څنګ به د هغه میرمن جل بایډن به د پنسلوانیا ایالت د شانکس ویل ښار په هغه ځای کې وینا وکړي چې د ۹۳ پرواز الوتکه پکې غورځول شوې او اوس هلته د یادوونې ملي یادګاري څلی جوړ شوی.

همدارنګه به د جمهور رئیس مرستیاله کاملا هریس او خاوند یې د نیو یارک ښار ته ولاړ شي او د سپټمبر د ۱۱مې په ملي څلي کې به په مراسمو کې وینا وکړي.

د ټولو مراسمو لپاره ټینګ امنیتي تدابیر نیول شویدي.

په متحده ایالاتو کې معمولاً د سپټمبر د ۱۱ مې را رسیدو څخه وړاندې د اورګاډو په سټیشنونو، هوایي ډګرونو او نورو مهمو ځایونو کې ډیر پولیس لیدل کیږي.

خو سږکال نړۍ د سپټمبر یوولسمه په داسې حال کې نمانځي چې طالبان بیا په افغانستان واکمن شوي ‌او تازه یې خپله موقته کابینه هم اعلان کړېده.

په متحده ایالاتو کې د دې ترهګریزو بریدونو ۲۱ مه کالیزه داسې مهال لمانځل کیږي چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري تیره میاشت په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

جمهور رئیس بایډن د اګست په لومړۍ نیټې د ظواهري د وژل کیدو په هکله په وویل: "د شنبې په ورځ د متحده ایالتونو پوځ زما په امر په کابل، افغانستان کې یو بریالی هوايي برید تر سره کړ چې په دغه برید کې د القاعدې امیر، ایمن الظواهري ووژل شو".

هغه زیاته کړه: "هغه (الظواهري) د څو لسیزو دپاره د امریکا پر ضد د بریدونو طراح وو، لکه د امریکا په کول کښتۍ باندې د بمي برید چې ۱۷ سمندري سرتیري پکې ووژل شول او په لسګونو نور کسان پکې زخمیان شول. هغه په کینیا او تنزانیا کې د امریکا پر سفارتونو باندې په بمي بریدونو کې مهم رول درلود چې له آمله یې ۲۲۴ تنه ووژل شوی او ۴۵۰۰ نور زخمي شول".

د متحده ایالتونو جمهور رئیس وویل چې الظواهري د متحده ایالتونو د ګټو خلاف د ویرې اچونې او د امریکا د وګړو، کارکوونکو او دیپلوماتانو د وژلو هڅه کوله.

په کابل کې د امریکا په هوايي برید کې د القاعدې د مشر وژل کېدل ښيي چې امریکا کولای شي په هغه هېواد کې له پوځي حضور پرته د امریکا د ګټو خلاف تهدیدونه له منځه یوسي.

XS
SM
MD
LG