د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر بایډن د ناټو فوق العاده غونډې لپاره بلجیم ته ځي 


ولسمشر جو بایډن
ولسمشر جو بایډن

سپینه ماڼۍ وايي چې ولسمشر جو بایډن به د مارچ په ۲۴مه نیټه د بلجیم مرکز بروکسل ته ځي چې د ناټو په فوق العاده غونډه کې ګډون وکړي.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې د ویاندې جان ساکي له خولې ویل شوي دي چې ښاغلی بایډن به په دغې غونډه کې په اوکراین باندې د روسیې د «بې موجبه او غیر موجه یرغل په اړه د مخنیوي او دفاعي هڅو په هکله خبرې او د ناټو ایتلافیانو ته به زموږ په کلکو تعهداتو بیا تاکید» وکړي.

د اعلامیې له مخې به ولسمشر جو بایډن همدغه راز د اروپا د شورا په غونډه کې هم برخه اخلي او هلته به «د اوکراین په اړه زموږ په شریکو اندېښنو، په روسیې باندې د اقتصادي زیانونو او بندیزونو، د جګړې له کبله زیانمنو شویو سره د بشري همکاریو» او د دغې جګړې اړوندو نورو اړوندوپه هکله وغږیږي.

اروپا ته د ښاغلي بایډن دا سفر داسې مهال اعلانیږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن د روسیې په ۱۱ لوړ پوړیو دفاعي چارواکو بندیزونه ولګول. روسیې هم د دغه اقدام په ځواب کې په ولسمشر جو بایډن او نورو لوړ پوړیو امریکايي چارواکو بندیزونه ولګول.

روسیې د فبرورۍ په ۲۴مه نیټه په اوکراین یرغل پیل کړی دی او تر دې دمه د دواړو خواو زرګونه سرتیري وژل شوي او ژوبل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي چې د دغې جګړې له کبله څه باندې دوه میلیون اوکراینیان له هېواد څخه وتلي دي او سلګونه ولسي خلک هم وژل شوي دي.

امریکا او ناټو په اوکراین د روسیې دا برید غندلی دی او په مسکو یې قوي اقتصادي بندیزونه لګولي او له اوکراین سره بشري او پوځي مرستې پیل کړې دي.

XS
SM
MD
LG