د لاس رسي وړ اتصالات

بېجېنګ: نه غواړو په روسیې د لویدیځ د بندیزونو له کبله چین زیانمن شي 


د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي

په داسې حال کې چې په چین باندې فشارونه مخ په زیاتېدو دي چې د منزوي ‌شوې روسیې له ملاتړ څخه لاس واخلي،‌ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر وايي نه غواړي هېواد یې په مسکو باندې د لویدیځ د اقتصادي بندیزونو له کبله زیانمن شي.

چین په اوکراین باندې د روسیې یرغل لا نه دی غندلی او امریکا او ناټو د وضعیت په خرابولو تورنوي.

د چین د بهرنیو جارو وزیر وانګ يي نن سه شنبه مارچ ۱۵ (کب۲۴) ویلي‌ دي: «چین د دغه کړکیچ برخه نه ده او لږ هم نه غواړي چې د بندیزونو له کبله زیانمن شي.» نوموړي‌ د هسپانیا د بهرنیو چارو له وزیر هوسې مانویل الباریس سره په تیلیفوني‌ خبرو کې دا هم ویلي دي چې «چین تل د ستونزو د حل کولو لپاره د بندیزونو مخالفت کړی. بیا اړخیز بندیز خو په نړیوال قانون کې هم کوم اساس نلري.»

روسیې د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین باندې یرغل پیل کړی او یو شمېر ښارونه یې بمبار کړي او محاصره کړي ‌دي، امریکا او ناټو له دې کبله په مسکو قوي‌اقتصادي‌بندیزونه لګولي ‌دي.

د ښاغلي ‌وانګ دا څرګندونې په روم کې دامریکا او چین د لوړپوړیو چارواکو له اووه ساعته ملاقات وروسته خپرېږي. واشنګټن وايي ‌چې په دغو خبرو کې یې د روسیې ترڅنګ د چین «د درېدو» په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه.

تر دې مخکې امریکایي رسنیو راپورونه ورکړي ‌وو چې روسیې د اوکراین په جګړې کې له چین څخه د مرستو غوښتنه کړې ده، خو یو امریکایي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط نیویارک ټایمز ته ویلي وو لا معلومه نه ده چې چین دا غوښتنه منلې ده که نه.

د فرانسې د خبري‌ اژانس د راپور په اساس د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیجان نن خبریالانو ته وویل چې بېجېنګ «د امریکا په متحدو ایالتونو ټېنګار کوي‌ چې له روسیې سره د اړیکو په معامله کې د چین مشروع حقوق او ګټې زیانمنې نکړي.»

نوموړې همدغه راز هغه راپورونه «د غلطو معلوماتو» خپرول وبلل چې ګنې مسکو له بیجینګ څخه د مرستو غوښتنه کړې ده. هغه وویل:« زموږ هدف ډېر واضح دی چې د وضعیت په ارامولو کې مرسته... او د جګړې ختمول دي.»

په همدې حال کې تېره ورځ د امریکا د ملي‌ امنیت مشاور جک سولیوان د چین له یو لوړ پوړي دپلومات یانګ جیچي ‌سره ولیدل. د چین د سینهوا اژانس وايي چې چینايي دپلومات ویلي دي ‌چې «بیجینګ د سولې د خبرو پرمختګ ته ژمن»‌ دی. چین په ټولو اړخونو غږ کړی دی چې د اوکراین په جګړې کې له جدي احتیاط‌ څخه کار واخلي او د ولسي خلکو ژوند وژغوري.

سره له دې چې چین په روسیې باندې د لګول شویو بندیزونو ننګه نه ده کړې، خو سپینه ماڼۍ په بیجینګ باندې فشار راوړي‌ چې په دغې جګړې کې د روسیې ملا ونه تړي ‌او وسلې ورنکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وویل: «موږ بیجینګ ته دا خبره واضحه کړې ده چې دا نشو زغملای. موږ به یو هېواد ته هم اجازه ورنکړو چې د روسیې زیانونه جبران کړي.»

XS
SM
MD
LG