د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: بایډن تر اوسه پر چینایي توکو د ګمرکي تعرفو د کمیدو پریکړه نده کړې


یو جګپوړي امریکایي چارواکي د سه شنبې په ورځ جولای ۲۶ (زمري څلورمه) وویل جوبایډن د چین له ولسمشر شي جین پنګ سره روانه اوونۍ له ټلفوني خبرو مخکې، د هغه هیواد پر یو شمیر تجارتي محصولاتو د ګمرکي تعرفو د کمیدو پریکړه لا نده کړې.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي وویل، د امریکا حکومت په دې باور دی کومې تعرفې چې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت پرمهال پر چینایي محصولاتو لګیدلي اغیزناکه ندي خو بایډن تر اوسه د راتلونکي اقدام په اړه پریکړه نده کړې.

کربي خبریالانو ته وویل:" نوموړی غواړی پر لګیدلو تعرفو یو مرور وکړي څو ډاډ ترلاسه شي چې هغوی زموږ د اقتصادي لومړیتوبونو له ستراتیژي سره برابري دي کوم چې زموږ د ملي ګټو لپاره مفیدي وي، ښکاره او روښانه د امریکا د خلکو په ګټه وي خو هغه تر اوسه کوم تصمیم ندی نیولی."

داسې ویل کیږي چې دغه ټلفوني‌ اړیکه به روانه اوونۍ وشي خو تر اوسه یې دقیق وخت ندی معلوم شوی، دا په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د جمهور رئیس بایډن له رسیدو وروسته د چین له ولسمشر سره د هغه پنځم ځل خبري اتري کیږي.

اړیکو ته لیوالتیا

جان کربي د امریکا او چین اړیکي په نړۍ کې تر ټولو مهمې دوه اړخیزې اړیکې وبللې او زیاته یې کړه چې بایډن او شي به په خپلو خبرو کې د تایوان پر سر له تاوتریخوالو څخه نیولې بیا د اوکراین د جګړې او په اقتصادي برخه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د رقابت د مدیریت په اړه بحث او خبري اتري وکړي.

د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند زیاته کړه ، ډیر تمرکز په امنیتي ننګونو او تاوتریخوالو دی په خاص ډول د هندو پسفیک په سیمه کې، خو په تایوان او د چین په جنوبي ‌او ختیځ سیند کې د جغرافیا پر سر د لانجو په ګډون په اقتصادي رقابتونو هم بحث کیږي.

بایډن په داسې حال کې د چین له ولسمشر سره خبري‌کوي چې د کروناویروس له خپریدو وروسته، متحده ایالات له داسې پولي تورم سره مخ شوي چې په تیرو څلورو لسیزو کې یې ساری لیدل شوی ندی.

په امریکا کې پولي تورم ددې لامل شوی چې د خوراکي موادو او تیلو په ګډون د لومړنیو توکو بیي په پام وړ کچه لوړې شي.

له دې مخکې د امریکا د سوداګرۍ وزیرې جینا رایموندو د جون په پنځه نیټه ویلي وو جمهور رئیس بایډن له خپل ټیم څخه غوښتي دي چې پر چین د یو شمیر هغو ګمرکي تعرفو پر لغوه کیدو فکر وکړي چې د ډانلډ ټرمپ د حکومت پرمهال لګیدلې وې.

ددغې امریکایی چارواکې په وینا، ددغه اقدام هدف د پاړسوب هغه لوړ رقم ته رسیدګي ده چې امریکا ورسره مخ ده.

XS
SM
MD
LG