د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل ته د بایډن سفر؛ په غزې کې په روغتون باندې له برید وروسته د اردن غونډه لغوه شوه


بایډن له نتنیاهو سره
بایډن له نتنیاهو سره

د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن په داسې حال کې اسرائیل ته رسېدلی دی چې په غزې کې په یو روغتون باندې برید کې شاوخوا ۵۰۰ تنه وژل شوي دي.

ټاکل شوې وه چې بایډن د اسرائیل صدراعظم سره د امریکا د ملاتړ د بیا څرګندولو په هدف غونډه وکړي او بیا اردن ته د یوې بلې مهمې غونډې لپاره ولاړ شي. خو په روغتون له خونړي برید وروسته د اردن غونډه لغوه شوه.

بایډن د اسرائیل صدراعظم ته وویل چې «په روغتون باندې د برید له کبله ډېر خواشینی او غمژن» دی. هغه دغه برید ته په اشارې نتنیاهو ته وویل: «هغه څه چې ما ولیدل، دا د بلې ډلې کار دی، نه ستاسو.»

نوموړي یو ځل بیا ټېنګار وکړ چې اسرائیل د خپل ځان د دفاع لپاره چې هر څه ته اړتیا لري، ترلاسه به یې کړي.

د بایډن د سفر د پلان په اساس، هغه باید له اسرئیل وروسته عمان او اردن ته تللی وای او د فلسطینیانو له ولسمشر محمود عباس سره یې هم ملاقات کړی وای، خو د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي او د اردن پاچا عبدالله د دغه ملاقات څخه انکار کړی او اردن ته د بایډن سفر لغوه شوی دی.

سپینې ماڼۍ د بایډن تر سفر مخکې تېره ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي وو: « د اردن له پاچا عبدالله سره تر مشورې او د فلسطین د خپلواکې ادارې د ولسمشر محمود عباس له لوري د ماتم د ورځو له اعلان وروسته، ولسمشر بایډن به اردن ته خپل سفر او له عبدالله او السیسي سره پلان شوې غونډه وځنډوي.»

په اسرئیل باندې د حماس له بریدونو وروسته، چې ۱۴۰۰ کسان په کې ووژل شول، اسرائیل د غچ اخیستو لپاره په غزې باندې بریدونه پيل کړي دي. مقامات وايي په دغو بریدونو کې شاوخوا ۳۰۰۰ فلسطينیان، چې اکثریت یې ولسي خلک دي، وژل شوي دی. د روغتون د تلفاتو سره دا شمېر ۳۵۰۰ ته ورسېده.

اسرائیل چې غزه یې کلکه محاصره کړې ده، اوبه، غذا، تیل او نور ضروري مواد هم ورته نه پرېږدي. د اروپایي ټولنې مشرانو ویلي دي چې د اسرائیل دا اقدام د «له نړیوالو قوانینو سره برابر» نه دی. د اسلامي هېوادونو اکثریت مشرانو دا کار «غیر انسانی» او ځینو «بشري جنایت» بللی دی.

محمود عباس د چهارشنبې په ورځ بېرته رام الله ته وګرځېده، دغلته زرګونه فلسطینیانو په روغتون باندې د برید د غندلو لپاره مظاهر کړې وه. په ایران، ترکیې، مصر، لبنان او ځینو نورو هېوادونو کې د دغه کار د غندنې لپاره مظاهرې شوي دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش د جګړې د سمدستې بندېدو غوښتنه کړې او له حماس څخه یې هم غوښتي چې شاوخوا ۲۰۰ نیول شوي کسان پرېږدي. نوموړي همدغه راز له اسرائیل څخه غوښتي دي، چې د بشري مرستو نا محدود انتقال ته اجازه ورکړي.

ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا نن چهارشنبه، چې د هغه پرېکړه لیک په اړه رایه اچوونه وکړي، چې برازیل ترتیب کړی دی. په دغه پرېکړه لیک کې د حماس او اسرائیل څخه غوښتل شوي چې جګړه بنده کړې او همدغه راز غزې ته د بشري مرستو په انتقال او خیریه ټولنو ته په لار ورکولو تاکید شوی دی.

دپلوماتانو ویلي دي چې د متحدو عربو اماراتو او روسیې په غوښتنې به د امنیت شورا د چهارشنبې په ورځ په غزې کې په روغتون باندې د برید په اړه هم بحث وکړي.

اسرائیل په غزې باندې د ځمکنیو عملیاتو پلان نیولی دی، په غزې کې یې څه باندې یو میلیون خلکو ته ویلي دي چې سیمه دې تخلیه کړي او تر دې دمه ۶۰۶زره خلکو خپل کورونه پرېښي او بې ځایه شوي دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG