د لاس رسي وړ اتصالات

د غزې تړانګه کې په یو روغتون باندې برید کې نږدې ۵۰۰ کسان وژل شوي


د فلسطین روغتیايي چارواکو د سه شنبې په ورځ اکتوبر۱۷ ( تلې ۲۵) ویلي چې د غزې په تړانګه کې په یو روغتون باندې د یو برید په پایله کې شاوخوا ۵۰۰ تنه وژل شوي دي.

د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي، چې دا برید په غزه کې د الاهلي العربي په روغتون شوی دی.

د اسرائیل پوځ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپلې فارسي پاڼه باندې دا برید د اسلامي جهاد د نیمه پوځي ډلې کار ګڼلی دی. د اسرئیل پوځ ویلي چې دا چاودنه د دغه هیواد په لور د یو توغول شوي توغندې د توغولو په پایله کې پیښه شوې، چې اسرائیل ته نه دی رسیدلی او په دغه روغتون باندې لګیدلی دی.

د اسرئیلو پوځ لیکلي: "د رسیدلو معلوماتو له مخې د څو منابعو څخه چې مونږ یې په اختیار کې لرو، د اسلامي جهاد سازمان د ناکام توغول شوي توغندي د برید مسوول دی چې په روغتون باندې لګیدلی دی."

د اسرئیل ددفاع وزیر یواف ګلانت د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي، چې " حماس او اسلامي جهاد نن شپه د توغنیدیو په ویشتلو د غزې په روغتون کې په سلګونو ملکي وګړي وژلي دي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو هم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله رسمي پاڼه په غزه باندې برید د سخت دریځو تندلارو کار ګڼلی دی. نتانیاهو ویلي:" ټوله نړۍ باید پوه شي. دا وحشي تروریستان و چې په غزه کې یې په روغتون برید وکړ، نه د اسرائیو دفاعي ځواکونو. هغوی په وحشیانه ډول زمونږ ماشومان ووژل ، خپل ماشومان یې هم ووژل".

د اسلامي جهاد نیمه پوځي ډلې د اسرائیل دا ادعا رد کړې ده. دغې ډلې د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۱۸( تلې ۲۶) د اسرائیل ددې تور په غبرګون کې چې دا ډله یې په روغتون باندې د برید مسئوله ګڼلې ویلي چې دا " درواغ" دي.

د رویټرز خبري اژانس په یو راپور کې ویلي، چې په خپلواک ډول دغه ادعاوې نشي تائیدولی، چې کومه ډله ددغه برید مسووله ده. په غزه کې د حکومت د روغتیا وزیر چې د حماس له خوا اداره کیږي اسرائیل په " ډله ییزه وژنه" تورن کړي دي.

ددې وړاندې د سه شنبې په ورځ د حماس تر کنټرول لاندې په غزه کې روغتیايي چارواکو خبر ورکړی و، چې په تیرو ۱۱ ورځو کې پر غزه باندې د اسرائیل په هوايي بریدونو کې لږترلږه ۳۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

اسرائیل د اکتوبر په اوومه وروسته له هغې د غزې په تړانګه باندې د توغنیدیو بریدونه پیل کړل، چې د حماس سخت دریځي ډلې په اسرائیلو باندې په یو ناڅاپي برید کې له ۱۴۰۰ کسانو زیات ووژل او د بهرنیو اوسیدونکو په ګډون یې نږدې ۲۰۰ تنه نور یرغمل ونیول.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG