د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین ته د بایډن خبرداری: د ډیرې تباهۍ وسلو څخه کار وانخلې


د امریکا جمهور رئیس جو بایډن خپل روسي سیال ته خبرداری ورکړی چې د اوکراین په جګړې کې د زیاتې تباهۍ وسلو څخه دې کار نه اخلي.

ښاغلي بایډن د امریکا د سي بي اس تلویزیون سره په مرکې چې ټاکل شوې یکشنبه سپټمبر ۱۸ خپره شې ښاغلي پوتین ته په خطاب کې ویلي، "مکوئ، مکوئ، مکوئ. تاسو به د جګړې مخ داسې واړوئ چې د دویم نړیوال جنګ راپدیخوا مثال نلري".

جو بایډن په مرکې په ځانګړې توګه دا ونه ویل که د روسیې مشر په اوکراین کې د کیمیاوي او یا اتومي وسلو څخه کار واخلي، د امریکا ځواب به څه ي خو دا یې وویل چې روسیه به دومره "اجنبي" شي چې پخوا یې ساری نه درلود.

د امریکا مشر زیاته کړه، " که هغه (ولادمیر پوتین) یې وکاروي، مونږ به یې ځواب ووایو او زمونږ د ځواب څرنګوالی د دې وسلو د استعمال د څرنګوالي پورې اړه لري".

دا لومړی ځل ندی چې د امریکا جمهور رئیس خپل روسي سیال ته د اتومي او کیمیاوي وسلو څخه د کار اخیستو په هکله خبرداری ورکوي.

ښاغلي بایډن د همدې روان ۲۰۲۲ کال د مارچ په میاشت کې هم د جي-۷ او ناټو د غړیو هیوادونو د مشرانو سره تر ملاقات وروسته دا شان خبرداری ورکړی و.

ښاغلي بایډن همدرانګه د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وروسته تر هغه وغانده چې د لویدیځ سیاستوال یې تورن کړل‌ چې د اتومي جګړې د تثبیتولو او برابرولو هڅه کوي.

ښاغلي لاوروف د مارچ په میاشت کې په یوې انلاین غونډې کې ګواښ وکړ چې درېیمه نړیواله جګړه به اتومي جګړه وي. هغه د روسیې او نورو هېوادونو له خبریالانو سره په اوکراین د خپل هېواد د برید په اړه غږېده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل: «ښکاره خبره ده چې درېیمه نړیواله جګړه به اتومي جګړه وي.» خو هغه په دې برخه کې د اروپايي هېوادونو مشران تورن کړل چې ګنې د هغه په نظر د دغې جګړې ته لاره هواروي.

هغه زیاته کړه، «غواړم یو ټکي‌ته اشاره وکړم چې د اتومي جګړې مفکوره تل د لویدیځو سیاستوالو په ککریو کې وي نه د روسیې. بناً، ډاډ درکوم چې هېڅ ډول پارونې ته به اجازه ورنکړو چې زموږ توازن خراب [ موږ بې لارې] کړي

په اوکراین د یرغل څخه یوه میاشت وروسته پوتین د خپل هیواد اتومي ځواکونو ته د پخواني شوروري اتحاد د له منځه تللو څخه وروسته د لومړي ځل لپاره د تیار سي امر کړی و.

د پوتین ددې اقدام څخه وروسته سپینې ماڼۍ د ملي امنیت جګپوړي چارواکي چې د (زمري لوبډله) نومیږي راټول کړل او پدې هکله یې په څیړونو کار پیل کړ که روسیه په اوکراین کې د کیمیاوي یا اتومي وسلو څخه کار واخلي، څه ډول ځواب باید ورته وویل شي.

XS
SM
MD
LG