د لاس رسي وړ اتصالات

زیلینسکي نړیوالې ټولنې ته: روسیه د اوکراین له اتومي بټۍ څخه وباسئ


د اوکراین ولسمشر زیلینسکي
د اوکراین ولسمشر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ویلادمیر زیلینسکي نن پنجشنبه اګست ۱۱ (زمری۲۰) له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې «د چټک غبرګون» په ښودلو سره دې د زاپوریژیا له اتومي بټۍ څخه د روسیې ځواکونه وباسي.

روسیې ځواکونو دا بټۍ نیولې ده او ویل کېږي چې درانده وسلې یې هم په کې ځای په ځای کړي دي.

د اوکراین چارواکو تېره ورځ وویل چې په دغې بټۍ کې د روسیې په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.

ولسمشر زیلیسنکي وویل: «ټوله نړۍ دې د چټک غبرګون په ښودلو سره اشغالګر ځواکونه د زاپوریژیا له بټۍ څخه وباسي. یوازې د روسانو اېستل د ټولې اروپا د مصونیت ضمانت کولای شي.»

د دغې اتومي بټۍ په شاوخوا کې روان تاوتریخوالي په ۱۹۸۶ کال کې د چرنوبل د اتومي بټۍ د کړکیچ خاطرې بیا ژوندۍکړي چې په کې سلګونه کسان ووژل شول او د ځینو اروپايي هېوادونو په ځینو برخو کې د رادیواکتیف ګازو خپرېدو لامل شو.

د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان مشر رافایل ګراسي د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا څخه غوښتي دي چې د دغه سازمان مفتشینو ته دې اجازه ورکړل شي چې د زاپوریژیا اتومي بټۍ وویني.

ښاغلي ګراسي د ویدیو کنفرانس له لارې د امنیت شورا غونډې ته، چې د روسیې په غوښتنه بلل شوې وه، وویل چې د دغې بټۍ په شاوخوا کې جګړې ژور بحران زېږولی دی.

نړیوالې ټولنې د دواړو خواو له ځواکونو غوښتي دي چې د دغې بټۍ په شاوخوا کې پوځي فعالیتونه بند کړي. زاپوریژیا په اروپا کې یوه لویه اتومي بټۍ بلل کېږي.

په همدې حال کې د جي-۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو خبرداری ورکړی چې د روسیې له خوا ددغې اټومي بټۍ کنټرول «سیمه په خطر کې اچوي».

XS
SM
MD
LG