د لاس رسي وړ اتصالات

دوه قطبي حالت یا 'یو ناڅاپه د مزاج بدلون اختلال' څه شی دی؟


دوه قطبي حالت یا 'یو ناڅاپه د مزاج بدلون اختلال
دوه قطبي حالت یا 'یو ناڅاپه د مزاج بدلون اختلال

دوه قطبي اختلال چې په تیرو وختونو کې "مینیک ډیپریشن" هم ورته ویل کیده، یوه رواني ناروغي ده چې په مزاج کې د شدید بدلون لامل کیږي. دوه قطبیت یا 'یو ناڅاپه د مزاج بدلون' کولی شي د خوښۍ احساسات د ژور خپګان په احساساتو بدل کړي.

په دې ناروغۍ اخته کسان کله کله ژور خپګان لري او له ډېرو کارونو سره لیوالتیا نه لري، خو کله کله ډېر خوشاله مزاج، مست، قوي او ډیر فعاله وي.

همدا راز دوه قطبي حالت، د ناروغ خوب، قوت، فعالیت، هوډ، چال چلند او د سوچ کول وړتیا اغیزمن کوي او کیدای شي دا بدلونونه په کال کې څو ځله رامنځته شي.

څیړنو ښودلې چې د هرو سلو لویانو څخه یو یې په تنکي ځوانۍ کې له دې رواني اختلال سره مخامخ کیږي. خو د 'مزاج د بدلون' په ګډون د دې ناروغۍ نښې نښانې، تر ډیره بریده د د رواني درملنې او درملو په مرسته کنټرول کیدای شي.

د دوه قطبي اختلال ډولونه

دوه قطبي اختلال بیلابیل ډولونه لري، چې د هر یو نښې نښانې، په ځانګړې توګه د مزاج او چلند بدلونونه د ناروغ په ژوند کې د ډیرو ستونزو او ناخوالو سبب ګرځي.

دوه قطبي اختلال لومړی ډول، د دې ناروغۍ یوه بڼه ده په کوم کې چې ناروغ لږ تر لږه د یوې اونۍ لپاره خوشحاله مزاج لري او بیا ښايي سخت خپګان تجربه کړي.

په دویم ډول دوه قطبي اختلال کې ، ناروغ لومړي د سخت خپګان او ورپسې د معتدل مزاج بدلون له پړاو څخه تیریږي، خو هیڅکله د مزاج د سخت بدلون پړاو، نه تجربه کوي.

همداشان د دې ناروغۍ ځينې نور ډولونه هم شته، چې د لومړي او دويمې ډول په پرتله سختې نه دي، خو په يوه يې بدلېداى شي.

ددې ناروغۍ لاملونه
تر اوسه د دې ناروغۍ اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی، خو وراثت او د دوه قطبي اختلال کورنۍ تاریخچه د دې ناروغۍ اصلي لامل ګڼل کېږي. د ټکان ورکوونکو پیښو تجربه کول، د درملو او الکولو ناوړه استعمال هم د دې ناروغۍ د رامنځته کېدو لامل کېدای شي. همداراز د ماغزو جوړښت او فعالیت کې توپیر هم د دې ناروغۍ په رامنځته کیدو کې ونډه لوبولی شي.

د دې ناروغۍ نښې نښانې بیلابیل دي او په دې پورې اړه لري چې ناروغ، د دوه قطبیت ناروغۍ 'د شدید خپګان یا خوشاله مزاج' له کوم پړاو څخه تیریږي.

د دوه قطبي اختلال لومړی ډول (خوشاله مزاج) ناروغۍپه بهیر کې ، ناروغ کس د خوښۍ ، قوت، زیاته خوشبیني، نرګیست، هیجان او هان د نه ماتېدو احساس کولای شي. دا احساسات ښايې دومره شدید وي چې د ناروغ کس په قضاوت اغیزه وکړي او هغه (ناروغ) ممکن د ځان په اړه عجیب فکرونو سره خطرناکې پریکړې وکړي.

خو په دویم ډول دوه قطبي اختلال (شدید خپګان) په پړاو کې، ناروغ ښايې ډیر غمجن، مایوسه، ستړی، زړه نازړه او کمزوری وي او د ملګرو او کورنۍ له لیدو او په ورځني چارو کې له ګډون څخه ډډه وکړي. د ناروغۍ په دې پړاو کې، ناروغ ښایې خپل فکري تمرکز او د پریکړې کولو ځواک له لاسه ورکړي. د ژړا او د ویده کېدلو کولو لپاره زیاته لیوالتیا د دې ناروغۍ نورې نښې دي.

درملنه
د دې ناروغۍ شدت او جديت ته په کتو سره چې ښايې په ټول ژوند کې له ناروغ کس سره پاتې شي، د ددوه قطبي اختلال لومړی ډول(خوشاله مزاج) او دویم ډول (شدید خپګان) د درملنې بیلابیل لارې چارې شته دي چې د رواني درملنې او د مزاج ارامونکو درملو په مرسته چې باید د متخصص ډاکټر لخوا تجویز شي، تر ډیره بریده یې نښې نښانې کنټرول کیدای شي.

همداشان د خوب منظم مهال ویش، منظم فزیکي تمرینونه، مناسب او صحي خواړه، د ډاکټر سره منظم لیدنې او مشورې، د نشه یې توکو او الکول استعمال څخه ډډه کول، د انديښنو او رواني فشار کمول او د ملګرو، کورنۍ او همکارانو د ملاتړ شبکې لرل، د دغه ناروغۍ په بیلابیلو پړاونو کې، له ناروغ کس سره تر ډیره بریده د ناروغۍ د نښې نښانې او شدت په کمولو کې مرسته کولای شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG