د لاس رسي وړ اتصالات

په کار روږدیتوب څه شئ دی او څه روغتیایي زیانونه لري؟ 


سره له دې چې په کار د روږدیتوب اصطلاح بابېزه ګڼل کیږي، په کار روږدي خلک په ځانګړې توګه هغه کسان چې رواني روغتیایي ستونزې ولري، اوږده ساعتونه کار کوي یا تل د کاري چارو په وسوسه کې وي.

به کار باندې د روږدي کس تر ټولو ښکاره ځانګړتیا دا ده چې دا کس د کار او دفتر چارې کور ته راوړي، له ټاکلي کاري ساعتونو څخه ډېر په دفتر کې کار کوي او یا هم په کور کې د غیر کاري ساعتونو په ترڅ کې تل خپل تلیفون او کاري بریښنالیکونه ګوري.

لنډه دا چې که د یو کس، کورنی وخت، ورزش، صحي خواړه او څښاک او ټولنیز ژوند د کاري مشغولتیا له امله اغیزمن شي، نو هغه شخص په کار د روږدي کیدو د خطر سره مخامخ دی.

څیړونکي د کار د روږديتوب او د کار روږدیتوب ته د یو کس د لیوالتیا د اوو مشخصو معیارونو د ارزولو لپاره د برګن مقیاس نه استفاده کوي.

پدې اړه فکر کول چې د کار لپاره ډیر وخت پیدا شي، د توقع څخه ډیر ساعتونه کار کول، د ګناه د احساس د رفع کولو لپاره کار کول، اضطراب او خپګان، له حده زیات کار کولو په وجه د نورو لخوا تر نیوکو لاندې راتلل او دغو نیوکو ته غوږ نه نیول، د کار څخه د لرې پاتې کیدو په خاطر ځان فشار لاندې راوستل، د کار او له خده زیات کار کولو په وجه ذوقي کارونو، تفریح او ورزش ته لومړیتوب نه ورکول، د برګن مقیاس له اوو معیارونو څخه دي.

که یو څوک له دغو اوو ټکو څخه څلور ولري، نو ویلای شو چې دا سړی په کار روږدی دی.

د علمي موندنو له مخې، په ښځو کې د کار روږديتوب ډیر عام دی، او هغه کسان چې غواړي کارونه په کامله او پرته له نیمګړتیا ترسره کړي ، په کار کولو روږدي دي.

په کار روږدي کسان ښایي د شخصي ستونزو څخه د خلاصون لپاره د اضافه کار کولو نه کار واخلي، خو په کار روږديتوب پخپله شخصي اړیکو ته زیان رسوي او د فزیکي او رواني روغتیا ستونزو لامل کیږي.

څېړنو ښودلې چې د کار د ډېر فشار له امله رامنځته کېدونکی سترس د اضطراب، خپګان او نورو رواني، کورنۍ او ټولنیزو ستونزو لامل کېږي.

د یوې طبي څیړنې نتیجو ښودلي چې د نارینو په پرتله ښځې ډیرې په کار باندې د روږدیتوب له خطر سره مخامخ دي.

د روغتیا پوهانو په باور، دا چې ښځې په زیاته اندازه په کار روږدي کیدو سره مخامخ دي، په ځینو دفترونو او کاري ځایونو کې د نارینه او ښځینه کارکوونکو د کارکولو په اړه دوه اړخیز لید موجود دی.

ښځې ښایي دوه چنده کار وکړي ترڅو ثابته کړي چې دوی د خپلو نارینه همکارانو سره برابرې دي. د ښځو کار ته نه درناوی، له نارینو په پرتله نا برابر معاش، د ښځینه کارکوونکو څخه د ځینو مدیرانو او کارفرمایانو نه ملاتړ، پدې ټینګار چې ټول کارونه باید له نیمګړتیا ترسره شي، په کار باندې د ښځو د روږدي کېدو له نورو لاملونو څخه ګڼل شوي دي.

ددې درک کول چې کله باید کار بس کړي، ستونزمن دي، خو په سمې لارښوونې او ملاتړ سره، کولی شئ د کار د فشار او د کار روږدي کیدو د منفي اغیزو څخه ځان وساتئ.

یوه واقعي کتنه او د کاري اړتیاو او د انفرادي ژوند د اړتیاو ترمنځ انډول ساتل د دې ستونزې په حل کې مرسته کولی شي. ډاکټران استدلال کوي چې که کار په کورنۍ ژوند، له ملګرو سره په اړیکو او د انسان په عمومي روغتیا منفي اغیزه وکړي، هیڅ عاید یا کاري لاسته راوړنه نشي کولی دا زیان جبران کړي.

له دې پرته چې یو انسان څومره کاري بوختیا لري، باید خپل ځان ته وخت پیدا کړي او هره ورځ یو اندازه وخت له کاري اندېښنو لرې په ورزش، له کورنۍ او ملګرو سره په تماس او مطالعې تیر کړي.

روغتیا پوهان وايي، د کار له اعتیاد ځان خلاصول ممکن دي او د دوی په وینا که انسان په کار له روږدي کېدو څخه ځان نه شي ژغورلی، نو غوره ده، چې له روغتیايي متخصص سره مشوره وکړي او په دې برخه کې مرسته وغواړي.

XS
SM
MD
LG