د لاس رسي وړ اتصالات

غزني کې موټر بم برید د درې پولیسو په ګډون ۷ تنه وژلي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په غزني ولایت کې موټر بم برید د درې پولیسو په ګډون ۷ تنه وژلي او ۱۶ نور یې ټپیان کړي دي.

دغه موټر بم برید تیره شپه ۷:۴۵ دقیقې د غزني ښار اړوند د روضې کوتل سیمه کې د محافظت عامه پر قرراګاه باندې شوې دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن یکشنبه اګست ۹مه (زمري ۱۹) ویلي چې په وژل شوو کسانو کې درې پولیس او څلور تنه د مخافظت عامه امنیتي ساتونکي شامل دي.

ښاغلی ارین زیاتوي، یو شمېر وسله وال چې تر موټر بم برید وروسته یې غوښتل دغه مرکز ته ننوزي د افغان ځواکونو لخوا وژل شوي دي.

خو یوې امنیتي سرچینې امریکا غږ ته ویلي چې تر موټر بم برید وروسته د محافظت عامه او بریدګرو ترمنځ نښته شوې ده.

د محافظت عامه قطعه پر لویه لار د اکمالاتي قطارونو د امنیت ټینګولو مسؤلیت لري.

تر اوسه د دغه موټر بم برید مسؤلیت د وسله والو طالبانو په ګډون کومې بلې ډلې هم په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG