د لاس رسي وړ اتصالات

د هدفي بریدونو د زیاتوالي په اړه د بشري حقونو کمېسیون اندېښنه


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دفتر
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دفتر

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، یو ځل بیا په دغه هیواد کې د هدفي بریدونو د دوام په اړه اندېښنه ښودلې ده.

یاد کمېسیون نن چهارشنبه ډسمبر ۱۶ (لېندۍ ۲۶) ویلي چې هدفي بریدونه په تېرو شپږو میاشتو کې د ټولو ملکي تلفاتو ۳۱ سلنه برخه جوړوي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پر ملکي وګړو هدفي بریدونه ښکاره جنګي «جنایت» بللی او زیاتوي چې عاملین هېڅ کله نه هیریږي.

یاد کمېسیون پر ملکي مامورینو، رسنیو او بشري فعالینو باندې د ورته بریدونو د زیاتووالې په اړه اندېښنه ښودلې ده. او له افغان حکومت څخه یې غوښتي چې د قربانیانو کورنۍ په دې اړه څېړنو کې په جریان کې واچوي او عدالت تامین کړي.

پر همدې مهال په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو شارژدافیر راس ویلسن په کابل او غور کې پرونې چاودنې غندلي او زیاته کړې ده چې یوازې تیره اونۍ ۱۰ تنه افغانان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون پر داسې مهال د هدفي بریدونو په اړه اندېښنه ښيي چې په دې وروستیو کې د کابل په ګډون یو شمېر نورو ولایتونو کې هدفي بریدونه او د چسپکي ماینونو چاودنې زیاتې شوي دي.

د هدفي بریدونو په تازه پېښه کې نن چهارشنبه په کابل کې د چسپکي ماین چاودنه کې دوه تنه ټپیان شول او تېره ورځ د افغان حکومت دوه لوړپوړي ملکي مامورین د کابل مرستیال والي او د غور د ولایتي شورا مرستیال د چسپکي ماینونو په چاودنو کې ووژل شول.

د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ ویلي و چې په کابل ښار کې د چسپکي ماینونو ایښودونکو یوه لویه«هسته» نیولې ده. یاد وزارت زیاته کړې وه چې د پاتې کسانو د نیولو هڅې هم روانې دي.

بلخوا تېره ورځ په کندهار ولایت کې یو څارنوال هم د ناڅرګندو وسله والو په برید کې ووژل شو.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې نومبر میاشې پر اوومه د افغانستان بانک دوه کار کوونکي په کابل او تر هغه وروسته خبریال محمد الیاس داعي په هلمند کې د چسپکي ماین په چاودنو کې ووژل شول.

تر هغه وروسته په ننګرهار کې د یوه خصوصي تلوېزیون خبریاله ملاله میوند هم د ناڅرګندو کسانو په برید کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG