د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل ارغندۍ کې چاودنې دوه امنیتي سرتیري وژلي څلور ټپیان دي


عکس( ارشیف)
عکس( ارشیف)

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د یوې چاودنې له امله دوه امنیتي سرتیري وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه چاودنه نن جمعه سهار ۶ بجې نومر۱۳(لړم۲۳) د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ اړوند «ارغندۍ څلور لارې» کې شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت وباند طارق ارین ویلي چې تر دا مهاله د دغه چاودنې نوعیت معلوم نه دی او په وینا یې کېدایشي مرګ ژوبله نوره هم زیاته شي.

د راپورونو له مخې ځانمرګي په سیمه کې د ملي اردو له یوه مرکز سره خپلو د چاودېدونکو موادو ډک موټر ته چاودنه ورکړې ده.

داسې ویل کیږي چې امنیتي سرتیرو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده او ترڅنګ د سیمې خلکو ته هم ګڼ زیانونه رسېدلي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG