د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې دوه پولیس د ماین په چاودنه کې وژل شوي


ارشیف
ارشیف

پولیس وايي چې نن سهار په کابل ښار کې د مقناطیسي ماین د چاودنې له امله دوه امنیتي منسوبین وژل شوي او یو کس ټپي شوی دی.

دغه پېښه نن سهار د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۱ (لړم ۲۱) په ۶:۳۰ بجو د کابل ښار د یولسمې حوزې په "لب جر" سیمه کې شوې ده.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وویل ماین په یو رنجر ډوله موټر پسې نښلول شوی و.

د افغانستان د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح چې د کابل د امنیت مسولیت ورته سپارل شوی وايي چې د ماینونو د ځای پر ځای کولو او د هدفي وژنو شبکو ته د کابل د ملي امنیت ریاست لاسرسی او پوهاوی یې تر څیړنو لاندې نیولی دی.

ښاغلي صالح د چهارشنبې په ورځ په خپل فیسبوک کې لیکلي چې څو "ښاري تروریستي شبکې" چې په وزیرستان کې روزل شوې دي، د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې له توافق وروسته کابل ته دننه شوي او فعالیت یې پیل کړی دی.

د جمهور رئيس لومړي مرستیال دغه راز ویلي چې د افغانستان د استخباراتو د ادارې د معلوماتو په اساس طالبان تصمیم لري چې په لویو ښارونو کې د مدني ټولنې فعالان په نښه کړي.

هغه زیاته کړې: "د طالبانو په نظر هغه وژنې چې د ټولنې عاطفه او احساس زیانمنوي له حکومت څخه د خلکو د نارضایتۍ لامل کېږي. زه دا خبره د ډار او ویرې د خورولو لپاره نه کوم بلکې غواړم د استخباراتي معلوماتو په اساس تاسې د دښمن د ماهیت په اړه خبر کړم".

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ښاغلي صالح دا څرګندونې وروسته له هغې کړې چې په تیرو څو اونیو کې کابل د پرله‌پسې خونړیو بریدونو او چاودنو شاهد و چې په کې لسګونو ملکي کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته.

XS
SM
MD
LG