د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د افغانستان بانک پر کار کوونکو چاودنې یو تن وژلی دوه ټپيان دي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان بانک وايي، د کابل ښار په نننۍ چاودنه کې د دغه بانک یو تن کار کوونکی وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز نن یکشنبه جنورۍ ۲۴ (سلواغې پنځمه) وویل چې چاودنه نن سهار د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې د شاه شهید سیمې په دریم سرک کې پر لنډکروزر موټر شوې ده.

امنیتي چارواکو په دغه چاودنه کې د درې تنو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.

خو د افغانستان بانک په یوې اعلامیې کې ویلي چې د چسپکي ماین نننۍ چاودنه د دغه بانک د کار کوونکو پر موټر شوې ده.

اعلامیه وايي چې په چاودنه کې د افغانستان بانک په مالي چارو کې شخړو هواري کمېسیون مشر عبدالله دراني په ګډون دوه تنه ټپیان شوي او یو امنیتي ساتونکی یې وژل شوی دی.

یاد بانک پر خپلو کار کوونکو نننۍ چاودنه غندلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

د یادونې وړ ده چې د روان کال د لړم میاشتې پر ۱۷مه هم د کابل ښار د نهمه امنیتي حوزه کې د افغانستان بانک د کار کوونکو پر موټر د چسپکي ماین چاودنه کې د دغه بانک درې کار کوونکي ووژل شول.

په وژل شوو کسانو کې د طلوع خصوصي تلوېزیون پخوانی خبریال او د دغه بانک کار کوونکی یما سیاوش هم شامل و.

تر دا مهاله د افغانستان بانک پر کار کوونکو د نننۍ چاودنې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG