د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په لویدیځ کې درې چاودنې شوي؛ 'زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې'


طالب چارواکي وايي، د کابل ښار د اتلسمې امنیتي حوزې اړوند «عبدالرحیم شهید» په نوم لیسې مخته چاودنو یو شمېر کسانو مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه چاودنې نن سې شنبه سهار اپرېل ۱۹ (وري ۳۰) د «عبدالرحیم شهید» په نوم یوې دولتي لیسې څخه د زده کوونکو د رخصتېدو پر مهال شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د لومړنیو معلوماتو په اساس په دغه چاودنو کې شپږ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې: "نن غرمه ۱۰ بجې دی اتلسمې حوزې اړوند د عبدالرحیم شهید د ليسې مخې ته په بيلابيلو چاودنو کې د لومړنیو معلوماتو لمخې زموږ ۶ تنه هيوادوال په شهادت رسیدلي او ۱۱ نور ټپیان شوي."

ښاغلي ځدراڼ ویلي چې د پېښې ځای امنیتي ځواکونه رسېدلي او په اړه یې پلټنې پيل شوي دي.

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند هژیر بیا رسنیو ته په لېږلي غږیز پیغام کې ویلي چې د کابل ښار له نننیو چاودنو څخه دولتي روغتونونو ته پنځه مړي او ۲۰ ټپیان انتقال شوي دي.

یو شمېر عیني شاهدانو ویلي چې یوه چاودنه په سیمه کې د «ممتاز» په نوم یو ښوونیز مرکز مخته رامنځته شوي چې مرګ ژوبله هم لري.ویل کیږي چې د دغه چاودنو تر ډېره قربانیان زده کوونکي ماشومان دي.

د عبدالرحیم شهید لیسې یوه زده کوونکي د نوم نه اخیستلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې دغه چاودنې له ښوونځي څخه د زده کوونکو د رخصتېدو پرمهال شوي دي.

پر همدې مهال په کابل کې د ایمرجنسي روغتون پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې له نننیو چاودنو څخه تر دا مهاله اووه تنه ټپي شوي ماشومان ورکړل شوي دي.

یاد روغتون ویلي چې دغه چاودنې د کابل ښار په اتلسمې امنیتي حوزه کې دوو ښوونځيو ته نژدې شوي دي.

تر دامهاله د دغه چاودنو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

د یادونې وړ ده چې د روانې اپرېل میاشتې پر شپږمه د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند پل خشتي جومات کې پر لمونځ کوونکو د لاسي بم حمله کې ۱۱ کسان ټپیان شوي و.

او تر هغه څو ورځې مخکې د کابل ښار د اسعارو د تبادلې مرکز شهزاده سرای کې د لاسي بم غورځولو له امله یو تن وژل شوی او ۵۹ کسان نور ټپیان شوي و.

XS
SM
MD
LG