د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل د شهزاده سرای په چاودنې کې یو تن وژل شوی او ۵۹ کسان ټپیان دي


په کابل کې د اسعارو د تبادلې تر ټولو لوی مرکز شهزاده سرای کې د چاونې له امله شاوخوا ۶۰ کسان ټپیان شوي دي.

د شهزاده سرای ټولنې ویاند عبدالرحمن ځیرک نن یکشنبه اپرېل درېیمه (وري ۱۴) امریکا غږ ته وویل چې دغه چاودنه نن سهار ۹:۴۵ دقیقې شهزاده سرای په لومړي پوړ کې شوې ده.

ښاغلي ځيرک زیاته کړه چې دغه چاودنه د لاسي بم غورځېدو له امله ده، چې تر ډېره پوري صرفانو او لاسي پلوونکو ته زیان رسېدلی دی.

تر چاودنې وروسته په ټولنیزو رسنیو کې له سیمې څخه په خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې د پېښې ټپيان د خلکو لخوا روغتونونو ته انتقالیږي.

د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وايي چې د یو شمېر ټپيانو وضعیت خراب دی.

خو د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي چې په دغه چاودنه کې ۱۰ تنه برسیرن ټپيان شوي دي چې د درملنې لپاره روغتونونو ته انتقال شوي دي.

یاد وزارت ویلي یو تن چې غوښتل یې له خلکو څخه پیسې غلا کړي لاسي بم یې غورځولی دی.

خو په کابل کې د امرجنسي روغتون پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د کابل له نننۍ چاودنې څخه دوی ته ۵۹ ټپیان انتقال شوي دي. همداشان ویلي یې دي چې د پیښې له ځایه یو یو مړی هم دې روغتون ته انتقال شوی دی.

یاد روغتون ویلي چې له یادو ټپیانو څخه ۳۳ تنه بستر شوي او پاتې رخصت شوي دي.

د شهزاده سرای صرفانو ټولنې ویاند همدارنګه وویل: "دغه بم د یوې ډلې غلو لخوا د شهزاده سرای داخل ته واچول شو، هغوی غوښتل چې ګډوډي جوړ کړي او هغوی له دغه وضعیت څخه استفاده وکړي او له لاسي پلورونکو صرافانو څخه پیسې چور کړي... دغه موضوع تر دا مهاله دقیقه شوې نه ده، خو امکان لري چې د [پېسو ]لاس پلورونکو صرافانو پیسې چور شوي وي."

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه پېښې په اړه یې څېړنې پيل کړي او د پېښې د عاملینو د نیولو هڅې روانې دي.

XS
SM
MD
LG